JobExpired · Aug 5, 2026Nimruz
نرس تغذی زنانه
ARCS • Full Time
- Publisher source
- ACBAR Jobs
- Published
- Not specified
- Last seen
- Jul 27, 2026, 05:07 AM
- Category
- Not specified
- Location
- Nimruz
Description
Job Summary . شالید (Background) شدیده او منځنۍ حاده خوارځواکي (Severe Acute Malnutrition - SAM او Moderate Acute Malnutrition - MAM) په افغانستان کې د عامې روغتیا له مهمو ستونزو څخه شمېرل کېږي او د پنځو کلونو څخه د کم عمر ماشومانو د ناروغۍ او مړینې له عمده لاملونو څخه ده . د افغانستان د عامې روغتیا وزارت (MoPH) د حادې خوارځواکۍ د مدغم مدیریت (Integrated Management of Acute Malnutrition - IMAM) ملي لارښود پر بنسټ، د تغذیې خدمتونه د روغتیايي مرکزونو او ټولنې په کچه د Outpatient Therapeutic Programme (OTP) ، Stabilization Centre (SC) ، Targeted Supplementary Feeding Programme (TSFP) او Community-Based Management of Acute Malnutrition (CMAM) له لارې وړاندې کېږي . د تغذیې نرس مسؤل دی چې د IMAM ملي لارښود، د BPHS او EPHS معیارونو، او د عامې روغتیا وزارت د تغذیې پالیسۍ سره سم د کیفیت لرونکي تغذیوي خدمتونه وړاندې کړي . ۲ . د دندې موخه (Purpose of the Position) د تغذیې نرس د روغتیايي مرکز په کچه د حادې خوارځواکۍ د مخنیوي، سکریننګ، تشخیص، درملنې، راجع کولو، تعقیب او راپور ورکولو مسؤلیت لري . نوموړی به د Integrated Management of Acute Malnutrition (IMAM) ملي لارښود او د مور، ماشوم او کوچني ماشوم د تغذیې (IYCF) ملي پالیسۍ مطابق خدمات وړاندې کوي . ۳ . اساسي مسؤلیتونه (Key Duties and Responsibilities) د حادې خوارځواکۍ سکریننګ او تشخیص د IMAM ملي لارښود مطابق : د ۶–۵۹ میاشتو ماشومانو د MUAC اندازه کول . د وزن او قد/اوږدوالي اندازه کول او د Weight-for-Height Z-score (WHZ) ارزونه . د دواړو پښو د پړسوب (Bilateral Pitting Oedema) معاینه . د SAM او MAM دقیق تشخیص او درجه بندي . د داخلېدو (Admission) ، رخصتېدو (Discharge) ، نه حاضریدو (Defaulter) ، انتقال (Transfer) ، او مړینې (Death) معیارونو تطبیقول . د Outpatient Therapeutic Programme (OTP) مدیریت د IMAM لارښود مطابق د OTP ناروغانو ثبتول . د Ready-to-Use Therapeutic Food (RUTF) صحیح توزیع . د اونیزې تعقیبي معاینې ترسره کول . د وزن زیاتوالی، اشتها، پړسوب او عمومي وضعیت ارزول . د اړتیا مطابق د RUTF اندازه تعدیلول . د Routine Medicines تطبیقول، لکه : Amoxicillin Vitamin A Folic Acid Albendazole / Mebendazole Measles Vaccine Iron ( د لارښود مطابق ) د هر ناروغ لپاره د OTP ثبت کتاب بشپړول . د Targeted Supplementary Feeding Programme (TSFP) د MAM ناروغانو ثبت . د Supplementary Food صحیح توزیع . د ودې منظم څارنه . د SAM ته د بدلېدو مخنیوی . د Infant and Young Child Feeding (IYCF) مشورې د MoPH د IYCF پالیسۍ مطابق : د زیږون په لومړي ساعت کې د مور شیدې پیلول . تر شپږو میاشتو پورې یوازې د مور شیدې ورکول . د شپږو میاشتو وروسته مناسب تکمیلي خواړه . تر دوو کلونو او زیات وخت پورې د مور شیدې دوام . د ناروغ ماشوم تغذیه . Responsive Feeding. د حفظ الصحې او خوړو د خوندیتوب مشورې . د ټولنې پر بنسټ فعالیتونه د Community Health Workers (CHWs) سره همغږي . د Community Health Supervisors (CHSs) سره ګډ کار . د فعالې قضیې موندنې (Active Case Finding) ملاتړ . د ټولنې د MUAC کمپاینونو کې ګډون . د راجع کولو او تعقیب سیستم پیاوړتیا . د راجع کولو سیستم د IMAM Referral Slip کارول . د SC ، ولایتي روغتونونو او نورو روغتیايي مرکزونو سره همغږي . د راجع شوو ناروغانو تعقیب . د Referral Feedback ثبت . د اکمالاتو مدیریت (Supply Chain) د RUTF ، F-75 ، F-100 ، Routine Medicines او Anthropometric تجهیزاتو د موجودي څارنه . میاشتنی Consumption Report جوړول . میاشتنی Supply Request تیارول . د Stock Card او Bin Card تازه ساتل . د ختمېدو نېټې (Expiry Date) څارنه . ثبت، راپور ورکول او HMIS د IMAM ټول ثبت کتابونه بشپړول . د OTP Register. د SC Register. د TSFP Register. د Nutrition Monthly Report. د DHIS2/HMIS اړوند راپورونه . د راپورونو د کیفیت تضمین . د معلوماتو د محرمیت ساتنه . د کیفیت تضمین د IMAM Quality Standards مراعات . د Infection Prevention and Control (IPC) اصول عملي کول . د Nutrition Supportive Supervision کې ګډون . د داخلي کیفیت ارزونو ملاتړ . د ظرفیت لوړونې روزنو کې ګډون . ۵ . مهارتونه د IMAM ملي لارښود بشپړه پوهه . د Nutrition Assessment مهارت . د Nutrition Counseling مهارت . د راپور ورکولو وړتیا . د کمپیوټر اساسي مهارتونه (MS Word ، Excel). په پښتو او دري روانه وینا او لیکنه . ۶ . تمه کېدونکې پایلې (Expected Deliverables) د SAM او MAM ټولو قضیو دقیق سکریننګ او ثبت . د OTP او SC خدماتو د کیفیت ښه والی . د IYCF مشورو زیاتوالی . د Cure Rate ، Recovery Rate او Coverage ښه والی . د Sphere Standards مطابق : Cure Rate ≥ 75% Death Rate < 10% Defaulter Rate < 15% د راپورونو پر وخت سپارل . د RUTF او نورو تغذیوي توکو د ضایع کېدو مخنیوی . د معلوماتو لوړ کیفیت . ۷ . کاري شرایط (Working Conditions) د افغانستان د کار قانون، د عامې روغتیا وزارت مقرراتو، د BPHS/EPHS معیارونو او د افغانی سري میاشتي ټولني د بشري سرچینو پالیسۍ سره سم به فعالیت ترسره کوي د اړتیا په صورت کې به د خدمت ساحې ته سفرونه، د ټولنې فعالیتونه او اضطراري غبرګونونه ترسره کوي . د ناروغانو محرمیت، طبي اخلاق او د ماشوم د ساتنې (Child Safeguarding) اصول به په بشپړه توګه مراعاتوي . د امر لخوا به ورسپارل شوي مسولیتونو ترسره کوي. Job Requirements زده کړې د نرسنګ ډیپلوم یا لیسانس . د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د اعتبار وړ جواز . مسلکي روزنې ترجیح ورکول کېږي که لاندې روزنې یې بشپړې کړې وي : IMAM IYCF CMAM OTP Stabilization Centre Growth Monitoring IPC HMIS کاري تجربه لږ تر لږه دوه کاله د تغذیې په پروګرامونو کې تجربه . د BPHS/EPHS یا Nutrition Project تجربه . د IMAM تطبیق عملي تجربه . ۵
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Not specified
- Job type
- Not specified
- Salary or budget
- Not specified
- Experience level
- Not specified
- Language
- en