JobExpired · Jul 26, 2026Kunar
Psycho-Social Counselor
Union Aid • Full Time
- Publisher source
- ACBAR Jobs
- Published
- Not specified
- Last seen
- Jul 22, 2026, 09:42 PM
- Category
- Not specified
- Location
- Kunar
Description
Job Summary د دندی په هکله لنډ معلومات: · اداره : یونین اید Union Aid د دندی عنوان: د رواني او ټولنیز ملاتړ سلاکار (Psychosocial Counselor) · د کار ځای : کونړ – نورګل ولسوالی، مزار دره، اریګمبا اساسی روغتایی مرکز · جنسیت : ښځينه · قرار داد : پنځه میاشتی · بست : ( ۱) · د اغلان نیټ : July 9, 2026 · د غوښتنلیک وروستۍ نیټه: July 16, 2026 د دندی مخه : د رواني او ټولنیز ملاتړ سلاکار د کنړ ولایت د زلزلې له امله زیانمنو شوو افرادو، کورنیو او ټولنو ته د رواني او ټولنیز ملاتړ د خدماتو د وړاندې کولو مسؤلیت لري. د دې دندې موخه د زلزلې له امله رامنځته شویو رواني او ټولنیزو ستونزو کمول، د خلکو رواني هوساینه پیاوړې کول، د هغوی د مقاومت وړتیا لوړول، او اړوندو روغتیايي او ټولنیزو خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي اسانتیا برابرول دي. د دندې لرونکی به خپلې ټولې چارې د بشري اصولو، د زیانمنو کسانو د خوندیتوب معیارونو، او د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو ادارو د لارښوونو سره سم ترسره کوي . اساسي دندې او مسؤلیتونه : د زلزلې له امله زیانمنو شوو ښځو، ماشومانو، ځوانانو، سپین ږیرو، معلولیت لرونکو او نورو زیانمنو کسانو ته د رواني او ټولنیز ملاتړ خدمات وړاندې کول . د مراجعینو رواني او ټولنیزې اړتیاوې ارزول او د هغوی د زیانمنتیا کچه معلومول . د زلزلې او نورو بیړنیو حالاتو اغېزمنو کسانو ته د رواني لومړنۍ مرستې (Psychological First Aid – PFA) وړاندې کول . د فردي، کورنۍ او ډلهییزو مشورو ترسره کول ترڅو د فشار، اضطراب، غم، خپګان او نورو رواني ستونزو په کمولو کې مرسته وشي . د هغو ماشومانو پېژندنه او ملاتړ چې د زلزلې له امله د رواني ستونزو نښې څرګندوي، او د اړتیا په صورت کې د ماشوم ساتنې او روغتیايي خدماتو ته یې راجع کول . د شدیدو رواني ستونزو، ځان ته د زیان رسولو د خطر او نورو جدي قضیو پېژندنه او اړوندو متخصصینو او روغتیايي مرکزونو ته راجع کول . د زیانمنو کورنیو منظم کورني لیدنې ترسره کول او د هغوی د رواني وضعیت دوامداره تعقیب . د روغتیايي ټیمونو، ګرځنده روغتیايي خدماتو، ټولنیزو روغتیايي کارکوونکو او د پروژې نورو برخو سره نږدې همغږي . د رواني روغتیا، فشار مدیریت، کورنۍ ملاتړ، له بحران سره د مقابلې لارو چارو او د ټولنې د مقاومت د لوړولو په اړه د عامه پوهاوي غونډې جوړول . د بیړنیو حالاتو او طبیعي پېښو د چمتووالي او ځواب ویلو په فعالیتونو کې فعاله ونډه اخیستل . د ترسره شوو فعالیتونو ثبت، د مراجعینو دوسیې تنظیمول او ورځني، اوونیز او میاشتني راپورونه چمتو کول . د ټولو مراجعینو د معلوماتو محرمیت ساتل او د مسلکي اخلاقو، بې پرېتوب او د انساني کرامت اصولو مراعاتول . د رواني او ټولنیز ملاتړ اړوند روزنیزو موادو، ارزونې فورمونو او عامه پوهاوي وسایلو په جوړولو کې همکاري . د روغتیايي کارکوونکو، رضاکارانو او د ټولنې د غړو لپاره د رواني لومړنیو مرستو (PFA) ، د قضیو د پېژندنې او راجع کولو سیستم په اړه روزنې ترسره کول . د عامې روغتیا ریاست، همکارو ادارو او بشري شریکانو سره د همغږۍ په غونډو کې ګډون . ډاډ ترلاسه کول چې ټول فعالیتونه د ماشوم ساتنې، د جنسي استثمار او ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي (PSEA) ، جنسیتي برابري، ټولشموله ګډون او بشري معیارونو سره سم پلي کېږي . د پروژې مدیر له خوا سپارل شوې نورې اړوندې دندې ترسره کول . Job Requirements د استخدام شرایط : تحصیلي شرایط: د ارواپوهنی ( Psychology ) څانګی کی ډیپلوم یا لیسانس. کاري تجربه: لږ تر لږه 2 تر 3 کاله د روانی روغتیا او روانی ټولینیز ملاتړ( MHPSS ) په برخه کی ، په ځانګړی ډول په بیړنیو حالاتو کی کاری تجربه. د MHPSS په برخه کی دری میاشتنی روزنه یی باید اخیستی وی. د روانی روغتیا، جنسیت یا ساتنی ( Protection ) په برخه کی پخوانی تجربه غوره ګڼل کیږی. د طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول د زلزلې د زیانمنو کسانو سره د کار تجربه غوره ګڼل کېږي . د رواني لومړنیو مرستو (PFA) ، د قضیو مدیریت (Case Management) او د راجع کولو میکانیزمونو په اړه ښه پوهه . لرې پرتو سیمو ته د سفر او په بیړنیو شرایطو کې د کار کولو وړتیا .
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Not specified
- Job type
- Not specified
- Salary or budget
- Not specified
- Experience level
- Not specified
- Language
- en