JobExpired · Sep 27, 2026Kabul
د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې روزونکي (کابل)
ARCS • Full Time
- Publisher source
- ACBAR Jobs
- Published
- Not specified
- Last seen
- Sep 22, 2026, 12:28 AM
- Category
- Not specified
- Location
- Kabul
Description
Job Summary دندې او مسئولیتونه: لومړی : کاري پلان جوړول او اړوند پورته مس ؤو ل ته په میاشتني، درې میاشتني (ربعوار) او کلني ډول د ټولو ترسره شوو کړنو راپور ورکول. دویم : په ښوونیزو پروګرامونو کې له اغېزمنو او پرمختللو لارو استفاده کول. درېیم : د پروګرام په پیل او پای کې د ګډونوالو مقدماتي ارزونه ترسره کول. څلورم : د مرکز او ولایتونو کارکوونکو ته ښوونیز ورکشاپونه دایرول. پنځم : په اداري کړنو کې له ټولو همکارانو سره مرسته کول. شپږم : د اداري کارونو ( صادره، وارده، مکتوب، وړاندیز، استعلام لیکلو او ....) په برخه کې همکاري کول. اوم : د ورکشاپونو دایرولو په موخه د غوره مشورو او ښوونیزو توکو چمتو کولو په پار له تحصيلي او ښوونیزو بنسټونو سره همغږي کول. اتم : د سرې میاشتې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د درسي توکو، ورکشاپونو، سیمینارونو او ښوونیزو پروګرامونو د ترتیب برخه کې اغېزمنې مشورې وړاندې کول. نهم : د کارکوونکو اړتیاوو ته په کتو د ښوونیزو توکو د چمتو کولو اوښوونیزو پروګرامونو د اړتیاوو پېژندلو په موخه د اړتیا سنجونې د پاڼو په جوړولو او وېش کې مرسته کول. لسم : د هېو اد نافذه قوا نینو ، د افغا ني سرې میاشتې ټولنې قانون، اساسنامه او د افغا ني سرې میاشتې ټولنې ټولو لائحو او کړنلارو ته پاملرنه او پابندي کول . یوولسم : په اړوند و بر خو کې د ستونزو د حل په موخه پورته مسئو ل ته ګټورې مشور ې ورکول . دوولسم : د اداري مراتبو سلسلو ته پاملرنه کول. دیارلسم : له کارکوونکو او مراجعینو سره له تبعيض پرته ښه چلند او تعامل کول. څواړلسم : د افغاني سرې میاشتې له تقنيني اسنادو سره سم ټولې هغه دندې، چې د اړوند رئیس یا آمر له لوري یې لارښوونه کېږي؛ ترسره کول. پنځلسم : اداري رازونه ساتل. شپاړسم : د دندې د موخو او راتلونکو پلانونو د ښه تطبیق او مطلوبو پایلو ته د رسېدو په موخه نوښتونه رامنځته کول. اوولسم : شرعي حکمونه رعایتول. Job Requirements : تحصیلي سند د ماسټرۍ تر کچې یا تر هغې لوړ تحصیلات: د اقتصاد، حقوق او ادبیاتو له اړوندو څانګو څخه :کاري تجربه لږ تر لږه ۳ کاله کاري تجربه په ځانګړي ډول د روزنې، تدریس او ظرفیت لوړونې برخو کې :د ټرنرۍ مهارتونه د ورکشاپونو، سیمینارونو او زده کړه ییزو پروګرامونو په طرحه او تطبیق کې :کمپیوټري مهارتونه کمپیوټري پروګرامونو کې زده کړې او ښه کاري مهارت ولري DIT, CIT, Basik, Internet Skills , MS Word, MS Excel, MS PowerPoint نوماند باید په :ژبې په پښتو او دري ژبو بشپړ تسلط (ښې خبرې ،لیکل او لوستل) همدارنګه انګلیسي ژبې پوهه د امتیاز په معنا ده
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Not specified
- Job type
- Not specified
- Salary or budget
- Not specified
- Experience level
- Not specified
- Language
- en