JobExpired · Sep 14, 2026Kabul
د ښاروالیو د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د ارزونې او تحلیل ارشد کارپوه
ریاست عمومی انسجام امور شاروالیها
- Publisher source
- Jobs.af
- Published
- Sep 7, 2026, 08:51 AM
- Last seen
- Sep 8, 2026, 03:35 AM
- Category
- Not specified
- Location
- Kabul
Description
Role summary
د دندې موخه: د ښاروالیو د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د حقوقي، مالي، اقتصادي او قراردادي اړخونو ارزونه او تحلیل، د قراردادونو د شرایطو او تطبیق وضعیت تشخیص، د احتمالي خطرونو او نیمګړتیاوو معلومول او د ښاروالیو د ملکیتونو او عوایدو د خوندیتوب او اغېزمنې استفادې په موخه د مسلکي نظریاتو، تحلیلي راپورونو او عملي سپارښتنو وړاندې کول.
Duties and responsibilities
دندې او مسئولیتونه: بنسټیزې دندې: • د ښاروالیو اوږدمهاله اجارې قراردادونه د اجارې قانون، نافذه قوانینو، احکامو، فرامینو او اړوندو تقنیني اسنادو له مخې ارزول او د مطابقت کچه یې ټاکل. • د اجارې قراردادونو د بنسټیزو شرایطو؛ لکه د اجارې موده، بیه، د بیې د زیاتوالي شرایط، تضمین، تادیات، د ملکیت د استفادې نوعیت، د مستأجر مکلفیتونه، تمدید، تعدیل او فسخ، حقوقي او قراردادي تحلیل ترسره کول. • د اوږدمهاله اجارې قراردادونو مالي او اقتصادي تحلیل، د اجارې د عوایدو، نقدي جریان، د ملکیت اقتصادي ظرفیت او د قرارداد د ښاروالۍ پر عوایدو د اغېزو ارزونه. • د اجارې ټاکل شوې بیه د ملکیت د موقعیت، مساحت، استفادې، اقتصادي ظرفیت او د بازار د شرایطو له مخې ارزول او د اړتیا په صورت کې د مناسبو بدیلو شرایطو وړاندیز کول. • د قراردادونو حقوقي، مالي، اقتصادي او قراردادي خطرونه او احتمالي زیانونه تشخیص او د مخنیوي او مدیریت لپاره یې مسلکي سپارښتنې وړاندې کول. • د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د تطبیق وضعیت، د قراردادي لوریو د ژمنو د اجراء کچه، د تادیاتو وضعیت او د ملکیت د منظور شوې او عملي استفادې ترمنځ مطابقت ارزول. • د قراردادونو د تمدید، تعدیل، فسخ او نورو قراردادي اقداماتو په اړه د نافذو اصولو او موجودو اسنادو پر بنسټ مسلکي تحلیل او نظر وړاندې کول. • د قراردادونو اړوند اسناد او معلومات راټولول، د اسنادو بشپړتیا او اعتبار ارزول، منظم مستندسازي او د تحلیلي استفادې لپاره د اړوندو معلوماتو تنظیمول. • د ارزول شوو قراردادونو په اړه مستند تحلیلي راپورونه، مسلکي نظریات او د تصمیمنیونې لپاره واضح سپارښتنې ترتیبول. • د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د ارزونې لپاره د معیاري چکلېستونو، فورمو او اړوندو کاري میکانیزمونو په ترتیب، اصلاح او تطبیق کې مسلکي ونډه اخیستل. • د ښاروالیو د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د عوایدو، ملکیتونو او قراردادي ژمنو اړوند معلومات تحلیل او د مدیریت لپاره د اړتیا وړ تحلیلي معلومات برابرول. • د قراردادونو د ارزونې او تحلیل پر مهال د ښاروالۍ د ملکیتونو، عوایدو او عامه ګټو د خوندیتوب لپاره د مناسبو اصلاحاتو او حللارو وړاندیزول. مدیریتي دندې: • د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د ارزونې او تحلیل لپاره د کاري پلانونو ترتیب، تنظیم او څارنه. • د ترسره شوو قراردادونو د ارزونې او تحلیل د کیفیت، بشپړتیا او د ټاکل شوو معیارونو د رعایت ارزونه. • د قراردادونو د ارزونې مهمې موندنې، ستونزې، خطرونه او د اصلاح اړتیاوې اړوند مقام ته په منظم ډول وړاندې کول. • د قراردادونو د ارزونې اړوند اسنادو، معلوماتو او راپورونو د منظم ثبت، ساتنې او معلوماتي مدیریت د بهیر تنظیم او څارنه. • د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د ارزونې د پروسې د معیاري کولو او د کاري میکانیزمونو د ښه والي لپاره د اصلاح وړاندیزونه وړاندې کول. • د دندې اړوند ستونزې تشخیص، د حللارو تحلیل او اړوند مقام ته د تصمیمنیونې لپاره مسلکي وړاندیزونه وړاندې کول. • د قراردادونو د تحلیل او ارزونې په برخه کې د اړوندو کارکوونکو د مسلکي ظرفیت د لوړولو لپاره د اړتیا وړ لارښوونې او مشورې وړاندې کول. د همغږۍ دندې: • له اړوندو ښاروالیو سره د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د ارزونې لپاره د اړینو اسنادو، معلوماتو او راپورونو د ترلاسه کولو په برخه کې همغږي کول. • له حقوقي، مالي، تخنیکي او نورو اړوندو واحدونو سره د قراردادونو د ارزونې او تحلیل په برخه کې مسلکي همغږي کول. • د قراردادونو د ارزونې پر مهال د موجودو ستونزو او نیمګړتیاوو د تشخیص او حل په موخه له اړوندو مراجعو سره همکاري او لازمې مشورې شریکول. • په تخنیکي غونډو، ارزونکو کمېټو او اړوندو ناستو کې ګډون او د قراردادونو په اړه مسلکي نظر وړاندې کول. • د قراردادونو د ارزونې د پایلو، موندنو او سپارښتنو په اړه له اړوندو مسئولینو سره د اړتیا مطابق معلومات او مسلکي مشورې شریکول. • د اړوندو ادارو او ښاروالیو ترمنځ د قراردادونو د ارزونې، معلوماتو د تبادلې او د ستونزو د حل په برخه کې د لازمې همغږۍ زمینه برابرول.
Job requirements
د ګمارنې شرایط: • د افغانستان تابعیت ولري. • عمر یې له (۱۸) کلونو څخه کم او له (۶۴) کلونو زیات نه وي. د زده کړو درجه: • لږ تر لږه د ماسټرۍ سند په یوه له لاندې اړوندو برخو کې: اقتصاد، حقوق، مالي او بانکي چارو، اداره او سوداګرۍ، عامه اداره او مدیریت د لېسانس درلودونکی هغه مهال چې پورته ذکر شوو، څانګو څخه فارغ وي او کافي کاري تجربه ولري، په پام کې نیول کیږي. د یادونې وړ ده، تحصیلي اسناد که د کورنیو او یا هم بهرنیو تحصیلي مؤسساتو څخه چې د لوړو زده کړو وزارت تائیدي ولري، منل کیږي. کاري تجربه: د ماسټرۍ لرونکو لپاره لږ تر لږه ۵ کاله او د لیسانس لرونکو لپاره لږ تر لږه ۷ کاله اړونده کاري تجربه په لاندې برخو کې: • د قراردادونو تحلیل او ارزونه، د اجارې او ملکیتونو مدیریت، مالي او اقتصادي تحلیل، حقوقي او قراردادي چارو، د عامه شتمنیو مدیریت؛ • یا ورته اړوندو تخصصي برخو کې. لازم مهارتونه: • د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د حقوقي، مالي، اقتصادي او قراردادي تحلیل او ارزونې وړتیا. • د اجارې د عوایدو، نقدي جریان او اړوندو مالي شاخصونو د محاسبې او تحلیل وړتیا. • د قراردادونو د حقوقي، مالي او اقتصادي خطرونو او احتمالي پایلو د تشخیص وړتیا. • د حقوقي، مالي او قراردادي اسنادو د تحلیل، مقایسې او ارزونې وړتیا. • د مالي سناریوګانو او مقایسوي تحلیلونو د جوړولو وړتیا. • د تحلیلي، مسلکي او مدیریتي راپورونو د ترتیب او وړاندې کولو ښه مهارت. • د Microsoft Office، په ځانګړي ډول Microsoft Excel د کارولو ښه مهارت. • د ستونزو د تحلیل، منطقي استدلال او مناسبو حللارو د وړاندې کولو وړتیا. • د مسلکي اړیکو، همغږۍ او مؤثرې مشورې ورکولو وړتیا. • په پښتو او دري ژبو کې د مسلکي لیکنې او اړیکو ښه وړتیا او په انګلیسي ژبه کې د اړوندو مسلکي اسنادو د لوستلو او درک توانایي.
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Nta
- Job type
- Full time
- Salary or budget
- Nta
- Experience level
- 5-7 years
- Language
- en