JobExpired · Sep 14, 2026Kabul
د ویډیو ایډیټر،موشن ګرافیک،انفوګرافیک او انیمیشن متخصص
ریاست عمومی انسجام امور شاروالیها
- Publisher source
- Jobs.af
- Published
- Sep 7, 2026, 09:09 AM
- Last seen
- Sep 8, 2026, 03:35 AM
- Category
- Not specified
- Location
- Kabul
Description
Role summary
د دندې موخه : د ادارې د فعالیتونو،پروژو، برنامو او لاسته راوړنو لپاره د مسلکي ویډیوګانو، موشن ګرافیکونو او انیمیشني محتوا تولید او چمتو کول.
Duties and responsibilities
د دندې وظایف او مسؤولیتونه: • اساسي دندې: • د ادارې د فعالیتونو او پروژو ویډیویي راپورونو جوړول او ایډیټ کول. • د ټولنیزو رسنیو لپاره لنډې او مسلکې ویډیوګانې تولیدول. • د موشن ګرافیک او انفوګرافیک ویډیوګانې جوړول. • د اړتیا پر مهال د دوه بعدي او درې بعدي انیمیشن جوړول. • د ویډیو ثبت، غږ ایډیټ او رنګ سمون ترسره کول. • د ریاست د مهمو مناسباتو لپاره د تبلیغاتي او معلوماتي ویډیوګانو جوړول. • د ویډیو آرشیف تنظیم او ساتنه. • د رسنیزو کمپانیونو لپاره ابتکاري نظریات وړاندې کول، • ټولنیزو رسنیو لپاره مناسبه بصري محتوا چمتو کول. • د آمر او رئیس له لوري ورسپارل شوې نورې اړوندې دندې سر ته رسول. مدیریتي دندې: • د ادارې له پلان او ستراتیژیکو موخو سره سم د ریاست د میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان طرحه او ترتیبول؛ • د اړوند ادارې د موخو او پرګرامونو د تحقق په برخه کې تصمیم نیونه او د مسلکي مشورو ورکول؛ • د کړنو د اغیزمنتیا په موخه د لاس لاندي کارکوونکو د کړنو ارزونه، د کار اغیزمنتیا او موثریت زیاتول، د روزنېزو اړتیاوو په نښه کول او د وړتیاو لوړول؛ • د لاس لاندې کارمندانو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو او د کار په جریان کې د روزنېزو برنامو د تنظیمولو په واسطه هغوی ته مسلکي مهارتونو لیږدول؛ • د میاشتني، درې میاشتني، کلني راپورونو چمتو کول او د اړتیا په وخت کې چارواکو ته د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو خبر ورکول؛ • د اړوند څانګې د امر له خوا د دندې مطابق د نورو سپارل شویو دندو ترسره کول؛ همغږۍ دندې: • د اړوند څانګې د چارو د لاښې همغږی لپاره نورو څانګو سره همغږي او اړېکې برابرول؛
Job requirements
د ګمارنې شرایط: • د افغانستان تابعیت ولری. • عمر ېي د (۱۸) کلونو څخه کم او د (۶۴) کلونو څخه پورته نه وي. د زدکړو کچه: • د ژورنالیزم،کمپیوټر ساینس،ګرافیک ډیزاین په برخه کې لیسانس تر کچه پوری. کاري تجربه: • کاري تجربه لږ تر لږ ۵ کاله لیسانس ته او 4 کاله ماستر ته په اړوند څنګی اړین مهارتونه: • د اړوند څانګې لارښوونې او کنټرول وړتیا درلودل • د اړوند څانګې د پلان او پالیسو د ټاکلو وړتیا درلودل • د رسمي ملي ژبو څخه په یوي ژبې (پښتو یا دری ) باندی پوهیدل • د دندې اړوند برخو کې په کمپیوتري پروګرامونو کې مهارت درلودل • د موشن ګرافیک،انیمشن او ویډیو ایډیټ په برخه کې عملي تجربه. • د ویډیو ایډیټ،فلمبردارۍ له اصولو سره بلدتیا. • د After Effect, Adobe Premiere Pro, Photoshop, illustrator په پروګرامو کې عملي کار.
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Nta
- Job type
- Full time
- Salary or budget
- Nta
- Experience level
- 4-5 years
- Language
- en