JobExpired · Sep 14, 2026Kabul
د ښاروالیو د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د ارزونې او تحلیل ارشد کارپوه
ریاست عمومی انسجام امور شاروالی ها • Full Time
- Publisher source
- ACBAR Jobs
- Published
- Not specified
- Last seen
- Sep 8, 2026, 01:48 AM
- Category
- Not specified
- Location
- Kabul
Description
Job Summary د دندې موخه : د ښاروالیو د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د حقوقي، مالي، اقتصادي او قراردادي اړخونو ارزونه او تحلیل، د قراردادونو د شرایطو او تطبیق وضعیت تشخیص، د احتمالي خطرونو او نیمګړتیاوو معلومول او د ښاروالیو د ملکیتونو او عوایدو د خوندیتوب او اغېزمنې استفادې په موخه د مسلکي نظریاتو، تحلیلي راپورونو او عملي سپارښتنو وړاندې کول . ------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------- دندې او مسئولیتونه : بنسټیزې دندې : د ښاروالیو اوږدمهاله اجارې قراردادونه د اجارې قانون، نافذه قوانینو، احکامو، فرامینو او اړوندو تقنیني اسنادو له مخې ارزول او د مطابقت کچه یې ټاکل . د اجارې قراردادونو د بنسټیزو شرایطو؛ لکه د اجارې موده، بیه، د بیې د زیاتوالي شرایط، تضمین، تادیات، د ملکیت د استفادې نوعیت، د مستأجر مکلفیتونه، تمدید، تعدیل او فسخ، حقوقي او قراردادي تحلیل ترسره کول . د اوږدمهاله اجارې قراردادونو مالي او اقتصادي تحلیل، د اجارې د عوایدو، نقدي جریان، د ملکیت اقتصادي ظرفیت او د قرارداد د ښاروالۍ پر عوایدو د اغېزو ارزونه . د اجارې ټاکل شوې بیه د ملکیت د موقعیت، مساحت، استفادې، اقتصادي ظرفیت او د بازار د شرایطو له مخې ارزول او د اړتیا په صورت کې د مناسبو بدیلو شرایطو وړاندیز کول . د قراردادونو حقوقي، مالي، اقتصادي او قراردادي خطرونه او احتمالي زیانونه تشخیص او د مخنیوي او مدیریت لپاره یې مسلکي سپارښتنې وړاندې کول . د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د تطبیق وضعیت، د قراردادي لوریو د ژمنو د اجرا ء کچه، د تادیاتو وضعیت او د ملکیت د منظور شوې او عملي استفادې ترمنځ مطابقت ارزول . د قراردادونو د تمدید، تعدیل، فسخ او نورو قراردادي اقداماتو په اړه د نافذو اصولو او موجودو اسنادو پر بنسټ مسلکي تحلیل او نظر وړاندې کول . د قراردادونو اړوند اسناد او معلومات راټولول، د اسنادو بشپړتیا او اعتبار ارزول، منظم مستندسازي او د تحلیلي استفادې لپاره د اړوندو معلوماتو تنظیمول . د ارزول شوو قراردادونو په اړه مستند تحلیلي راپورونه، مسلکي نظریات او د تصمیمنیونې لپاره واضح سپارښتنې ترتیبول . د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د ارزونې لپاره د معیاري چکلېستونو، فورمو او اړوندو کاري میکانیزمونو په ترتیب، اصلاح او تطبیق کې مسلکي ونډه اخیستل . د ښاروالیو د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د عوایدو، ملکیتونو او قراردادي ژمنو اړوند معلومات تحلیل او د مدیریت لپاره د اړتیا وړ تحلیلي معلومات برابرول . د قراردادونو د ارزونې او تحلیل پر مهال د ښاروالۍ د ملکیتونو، عوایدو او عامه ګټو د خوندیتوب لپاره د مناسبو اصلاحاتو او حللارو وړاندیز و ل . مدیریتي دندې : د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د ارزونې او تحلیل لپاره د کاري پلانونو ترتیب، تنظیم او څارنه . د ترسره شوو قراردادونو د ارزونې او تحلیل د کیفیت، بشپړتیا او د ټاکل شوو معیارونو د رعایت ارزونه . د قراردادونو د ارزونې مهمې موندنې، ستونزې، خطرونه او د اصلاح اړتیاوې اړوند مقام ته په منظم ډول وړاندې کول . د قراردادونو د ارزونې اړوند اسنادو، معلوماتو او راپورونو د منظم ثبت، ساتنې او معلوماتي مدیریت د بهیر تنظیم او څارنه . د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د ارزونې د پروسې د معیاري کولو او د کاري میکانیزمونو د ښه والي لپاره د اصلاح وړاندیزونه وړاندې کول . د دندې اړوند ستونزې تشخیص، د حللارو تحلیل او اړوند مقام ته د تصمیمنیونې لپاره مسلکي وړاندیزونه وړاندې کول . د قراردادونو د تحلیل او ارزونې په برخه کې د اړوندو کارکوونکو د مسلکي ظرفیت د لوړولو لپاره د اړتیا وړ لارښوونې او مشورې وړاندې کول . د همغږۍ دندې : له اړوندو ښاروالیو سره د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د ارزونې لپاره د اړینو اسنادو، معلوماتو او راپورونو د ترلاسه کولو په برخه کې همغږي کول . له حقوقي، مالي، تخنیکي او نورو اړوندو واحدونو سره د قراردادونو د ارزونې او تحلیل په برخه کې مسلکي همغږي کول . د قراردادونو د ارزونې پر مهال د موجودو ستونزو او نیمګړتیاوو د تشخیص او حل په موخه له اړوندو مراجعو سره همکاري او لازمې مشورې شریکول . په تخنیکي غونډو، ارزونکو کمېټو او اړوندو ناستو کې ګډون او د قراردادونو په اړه مسلکي نظر وړاندې کول . د قراردادونو د ارزونې د پایلو، موندنو او سپارښتنو په اړه له اړوندو مسئولینو سره د اړتیا مطابق معلومات او مسلکي مشورې شریکول . د اړوندو ادارو او ښاروالیو ترمنځ د قراردادونو د ارزونې، معلوماتو د تبادلې او د ستونزو د حل په برخه کې د لازمې همغږۍ زمینه برابرول . Job Requirements د ګمارنې شرایط : د افغانستان تابعیت ولري . عمر یې له (۱۸) کلونو څخه کم او له (۶۴) کلونو زیات نه وي. د زده کړو درجه : لږ تر لږه د ماسټرۍ سند په یوه له لاندې اړوندو برخو کې : اقتصاد، حقوق، مالي او بانکي چارو، اداره او سوداګرۍ ، عامه اداره او مدیریت د لېسانس درلودونکی هغه مهال چې پورته ذکر شوو، څانګو څخه فارغ وي او کافي کاري تجربه ولري، په پام کې نیول کیږي. د یادونې وړ ده، تحصیلي اسناد که د کورنیو او یا هم بهرنیو تحصیلي مؤسساتو څخه چې د لوړو زده کړو وزارت تائیدي ولري، منل کیږي. کاري تجربه : د ماسټرۍ لرونکو لپاره لږ تر لږه ۵ کاله او د لیسانس لرونکو لپاره لږ تر لږه ۷ کاله اړونده کاري تجربه په لاندې برخو کې : د قراردادونو تحلیل او ارزونه، د اجارې او ملکیتونو مدیریت، مالي او اقتصادي تحلیل، حقوقي او قراردادي چارو، د عامه شتمنیو مدیریت؛ یا ورته اړوندو تخصصي برخو کې . لازم مهارتونه : د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د حقوقي، مالي، اقتصادي او قراردادي تحلیل او ارزونې وړتیا . د اجارې د عوایدو، نقدي جریان او اړوندو مالي شاخصونو د محاسبې او تحلیل وړتیا . د قراردادونو د حقوقي، مالي او اقتصادي خطرونو او احتمالي پایلو د تشخیص وړتیا . د حقوقي، مالي او قراردادي اسنادو د تحلیل، مقایسې او ارزونې وړتیا . د مالي سناریوګانو او مقایسوي تحلیلونو د جوړولو وړتیا . د تحلیلي، مسلکي او مدیریتي راپورونو د ترتیب او وړاندې کولو ښه مهارت . د Microsoft Office ، په ځانګړي ډول Microsoft Excel د کارولو ښه مهارت . د ستونزو د تحلیل، منطقي استدلال او مناسبو حللارو د وړاندې کولو وړتیا . د مسلکي اړیکو، همغږۍ او مؤثرې مشورې ورکولو وړتیا . په پښتو او دري ژبو کې د مسلکي لیکنې او اړیکو ښه وړتیا او په انګلیسي ژبه کې د اړوندو مسلکي اسنادو د لوستلو او درک توانایي .
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Not specified
- Job type
- Not specified
- Salary or budget
- Not specified
- Experience level
- Not specified
- Language
- en