JobExpired · Sep 16, 2026Kandahar, Helmand
د جنراتور مستري – Generator Mechanic (Kandahar & Helmand)
Afghan Wireless Communication Company
- Publisher source
- Jobs.af
- Published
- Sep 6, 2026, 10:12 AM
- Last seen
- Sep 7, 2026, 03:25 AM
- Category
- Not specified
- Location
- Kandahar, Helmand
Description
Role summary
د جنراتور مستري د ډیزلي جنراتورونو او اړوندو تجهیزاتو د نصب، ساتنې، عیب موندنې، ستونزو حل او ترمیم د فعالیتونو د پلي کولو مسؤلیت لري. نوموړی د مخابراتي سایټونو د برېښنا تولید سیسټمونو دوامداره، باوري او خوندي فعالیت تضمینوي، او ډاډ ترلاسه کوي چې ټولې چارې د تخنیکي معیارونو، خوندیتوب اصولو او د شرکت د کړنلارو سره سم ترسره کېږي.
Duties and responsibilities
د ساتنې پلانونو او عملیاتي اړتیاوو سره سم د جنراتورونو د مخنیوي او اصلاحي ساتنې فعالیتونه پلانول، پلي کول او څارنه کول. د 13 kVA څخه تر 1000 kVA ظرفیت لرونکو ډیزلي جنراتورونو تشخیص، عیب موندنه، ستونزو حل، ترمیم او بیا رغونه ترسره کول او د غوره فعالیت ډاډ ترلاسه کول. د سایټونو دورهیي معاینې ترسره کول، د ساتنې فورمې او راپورونه بشپړول، تخنیکي موندنې ثبتول او خپل مدیر ته منظم راپورونه وړاندې کول. د جنراتورونو دورهیي ساتنه ترسره کول، چې پکې د انجن، د تېلو او هوا فلټرونو بدلول، د مایعاتو د کچې معاینه او تنظیم، د سنسرونو، د تېلو رسولو سیسټم او نورو مهمو برخو ارزونه شامل دي. د اړتیا په صورت کې د نصب، ساتنې، عیب موندنې او ترمیم فعالیتونو د ترسره کولو لپاره بېلابېلو سایټونو او پروژوي ځایونو ته سفر کول. د عملیاتي اړتیاوو سره سم د انعطاف وړ کاري نوبتونو، اضافي کاري ساعتونو او بیړنیو حالتونو پر مهال د دندو ترسره کول. د جنراتورونو بیړني ترمیمونه ترسره کول، خرابې برخې بدلول او د ساتنې او ترمیم اړوند نور فعالیتونه په ساحه کې ترسره کول. د برېښنا کانټینر سیسټمونو نصب، عملیات، ساتنه او عیب موندنه ترسره کول، چې پکې جنراتورونه، د تېلو انتقال او ذخیره کولو سیسټمونه او اړوند تجهیزات شامل دي. د تخنیکي لارښوونو سره سم، د امکان تر حده په ساحه کې د جنراتور انجن برخې ترمیم، تنظیم او بدلول. د ساتنې او ترمیم پروګرامونو د پلي کولو لپاره د اړتیا وړ پرزو، مصرفي توکو، وسایلو او تجهیزاتو اټکل، غوښتنه او برابرول. د جنراتورونو د نصب، ساتنې او ترمیم په ټولو فعالیتونو کې د خوندیتوب مقرراتو، چاپېریالي اصولو او د شرکت د پالیسیو بشپړ رعایت کول. د اړتیا سره سم نور اړوند وئایف ترسره کول.
Job requirements
د دولسم ټولګي یا تخنیکي ښوونځي د فراغت سند درلودل. لږ تر لږه له ۱ څخه تر ۲ کلونو پورې په اړونده برخه کې کاري تجربه درلودل. د هیواد په یوه رسمي ژبه (پښتو یا دري) کې روانه مهارت درلودل؛ په انګلیسي ژبه پوهه او رواني یوه اضافي ګټه ګڼل کېږي. د اړوندو تخنیکي سندونو یا مسلکي تصدیقونو لرل یوه ګټه ګڼل کېږي. د وسایلو، تجهیزاتو او کاري طرزالعملونو بشپړه پوهه او د کارولو مهارت. د دندې د ترسره کولو لپاره اړین فزیکي وړتیا لرل. لوړ کاري اخلاق او مسلکي چلند درلودل. صادق، امانتدار او د اعتماد وړ شخصیت لرل. د فشار لاندې د مؤثر او منظم کار کولو وړتیا. د اړتیا په صورت کې نورو ولایتونو ته د سفر او اضافي وخت کار کولو وړتیا. د شرکت د پالسیو، مقرراتو او کړنلارو بشپړ رعایت او تعقیب.
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Permanent
- Job type
- Full time
- Salary or budget
- As per company scale
- Experience level
- 1-2 years
- Language
- en