JobExpired · Sep 16, 2026Kandahar
Mechanic and Fuel Filler - مستري او د تیلو توزیع کوونکی
Afghan Wireless Communication Company
- Publisher source
- Jobs.af
- Published
- Sep 6, 2026, 10:33 AM
- Last seen
- Sep 7, 2026, 03:25 AM
- Category
- Not specified
- Location
- Kandahar
Description
Role summary
مستري د ډیزلي جنراتورونو او اړوندو تجهیزاتو د نصب، ساتنې، عیب موندنې، ستونزو حل او ترمیم د فعالیتونو د پلي کولو مسؤلیت لري. نوموړی د مخابراتي سایټونو د برېښنا تولید سیسټمونو دوامداره، باوري او خوندي فعالیت تضمینوي، او ډاډ ترلاسه کوي چې ټولې چارې د تخنیکي معیارونو، خوندیتوب اصولو او د شرکت د کړنلارو سره سم ترسره کېږي. د تیلو توزیع کونکی د مخابراتي (GSM) سایټونو لپاره د تیلو د ترلاسه کولو، کیفیت او مقدار د ارزونې، انتقال او وېش مسؤلیت لري. نوموړی ډاډ ترلاسه کوي چې تیلو په ټاکلي وخت، مناسب کیفیت او دقیق مقدار سره سایټونو ته ورسېږي او په سمه توګه ذخیره او وکارول شي. همدارنګه، د تیلو د مدیریت اړوند کړنلارې، د خوندیتوب معیارونه، تخنیکي لارښوونې او د شرکت اصول مراعاتوي، ترڅو د جنراتورونو او د برېښنا تولید سیسټمونو دوامداره عملیات تضمین شي.
Duties and responsibilities
د ساتنې پلانونو او عملیاتي اړتیاوو سره سم د جنراتورونو د مخنیوي او اصلاحي ساتنې فعالیتونه پلانول، پلي کول او څارنه کول. د 13 kVA څخه تر 1000 kVA ظرفیت لرونکو ډیزلي جنراتورونو تشخیص، عیب موندنه، ستونزو حل، ترمیم او بیا رغونه ترسره کول او د غوره فعالیت ډاډ ترلاسه کول. د سایټونو دورهیي معاینې ترسره کول، د ساتنې فورمې او راپورونه بشپړول، تخنیکي موندنې ثبتول او خپل مدیر ته منظم راپورونه وړاندې کول. د جنراتورونو دورهیي ساتنه ترسره کول، چې پکې د انجن، د تېلو او هوا فلټرونو بدلول، د مایعاتو د کچې معاینه او تنظیم، د سنسرونو، د تېلو رسولو سیسټم او نورو مهمو برخو ارزونه شامل دي. د اړتیا په صورت کې د نصب، ساتنې، عیب موندنې او ترمیم فعالیتونو د ترسره کولو لپاره بېلابېلو سایټونو او پروژوي ځایونو ته سفر کول. د عملیاتي اړتیاوو سره سم د انعطاف وړ کاري نوبتونو، اضافي کاري ساعتونو او بیړنیو حالتونو پر مهال د دندو ترسره کول. د جنراتورونو بیړني ترمیمونه ترسره کول، خرابې برخې بدلول او د ساتنې او ترمیم اړوند نور فعالیتونه په ساحه کې ترسره کول. د برېښنا کانټینر سیسټمونو نصب، عملیات، ساتنه او عیب موندنه ترسره کول، چې پکې جنراتورونه، د تېلو انتقال او ذخیره کولو سیسټمونه او اړوند تجهیزات شامل دي. د تخنیکي لارښوونو سره سم، د امکان تر حده په ساحه کې د جنراتور انجن برخې ترمیم، تنظیم او بدلول. د ساتنې او ترمیم پروګرامونو د پلي کولو لپاره د اړتیا وړ پرزو، مصرفي توکو، وسایلو او تجهیزاتو اټکل، غوښتنه او برابرول. د جنراتورونو د نصب، ساتنې او ترمیم په ټولو فعالیتونو کې د خوندیتوب مقرراتو، چاپېریالي اصولو او د شرکت د پالیسیو بشپړ رعایت کول. د تیلو کیفیت او مقدار معاینه او څارنه کول، ترڅو د شرکت د عملیاتي معیارونو او اړتیاوو سره مطابقت یقیني شي. د تیلو د وېش او تحویلۍ ورځني پلانونه او مهالویشونه په مؤثره او دقیق ډول پلي کول. له عرضه کوونکو څخه د تیلو ترلاسه کول، د تحویل شوي مقدار، کیفیت او اړوندو اسنادو ارزونه او د شرکت د کړنلارو سره سم تأیید کول. د عملیاتي اړتیاوو سره سم د مخابراتي (GSM) سایټونو او جنراتورونو لپاره د تیلو انتقال، وېشل او ډکول. د تیلو د مصرف، ترلاسه کولو او وېش اندازه کول، ثبتول، تعقیبول او اړوندو مسؤلینو ته راپور ورکول. د تیلو د ذخیره کولو، انتقال او مدیریت په ټولو پړاوونو کې د خوندیتوب مقرراتو، لارښوونو او کاري کړنلارو بشپړ رعایت کول. د تیلو د انتقال وسایلو، ذخیره ټانکونو او د تیلو د ساتنې ساحو پاکوالی، خوندیتوب او مناسب کاري حالت ساتل. د تیلو د کمښت، لیک، د تجهیزاتو خرابۍ یا نورو تخنیکي ستونزو پېژندل او په وخت سره اړوندو مسؤلینو ته راپور ورکول. د تیلو د مصرف، تحویلۍ او اړوندو عملیاتي فعالیتونو دقیق ریکارډونه د شرکت د سیسټمونو او کړنلارو سره سم ثبت، ساتل او تازه کول. د اړتیا سره سم نور اړوند چارو ترسره کول.
Job requirements
د دولسم ټولګي یا تخنیکي ښوونځي د فراغت سند درلودل. لږ تر لږه له ۱ څخه تر ۲ کلونو پورې په اړونده برخه کې کاري تجربه درلودل. د هیواد په یوه رسمي ژبه (پښتو یا دري) کې روانه مهارت درلودل؛ په انګلیسي ژبه پوهه او رواني یوه اضافي ګټه ګڼل کېږي. د اړوندو تخنیکي سندونو یا مسلکي تصدیقونو لرل یوه ګټه ګڼل کېږي. دو وسایلو، تجهیزاتو او کاري طرزالعملونو بشپړه پوهه او د کارولو مهارت. د دندې د ترسره کولو لپاره اړین فزیکي وړتیا لرل. لوړ کاري اخلاق او مسلکي چلند درلودل. صادق، امانتدار او د اعتماد وړ شخصیت لرل. د فشار لاندې د مؤثر او منظم کار کولو وړتیا. د اړتیا په صورت کې نورو ولایتونو ته د سفر او اضافي وخت کار کولو وړتیا. د شرکت د پالیسیو، مقرراتو او کړنلارو بشپړ رعایت او تعقیب.
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Permanent
- Job type
- Full time
- Salary or budget
- As per company scale
- Experience level
- 1-2 years
- Language
- en