JobExpired · Sep 16, 2026Kabul
د تدارکاتي اسنادو او قراردادونو افسر (Procurement Documentation & Contracts Officer)
Ummat International Hospital - UIH
- Publisher source
- Jobs.af
- Published
- Sep 6, 2026, 10:52 AM
- Last seen
- Sep 7, 2026, 03:25 AM
- Category
- Not specified
- Location
- Kabul
Description
Role summary
د امت نړیوال روغتون په اړه: امت نړیوال روغتون (UIH) یو عصري، څو تخصصي، درېیمې کچې روغتیايي مرکز دی چې په کابل، افغانستان کې د نړیوالو معیارونو سره سم جوړېږي. د روغتون موخه دا ده چې د پرمختللې طبي ټکنالوژۍ، مسلکي روغتیايي کارکوونکو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ د لوړ کیفیت، خوندي او ناروغ محوره روغتیايي خدمات وړاندې کړي. امت نړیوال روغتون ژمن دی چې د هېواد ټولو وګړو ته د تشخیص، درملنې، جراحۍ، بیړنیو خدماتو، ځانګړو تخصصي خدمتونو او پرمختللو طبي اسانتیاوو بشپړ خدمات په یوه ځای کې وړاندې کړي. د دندی موخه د تدارکاتو د پروسو لپاره د معیاري اسنادو چمتو کول، د داوطلبۍ او ارزونې بهیر مستندول، د پېرود امرونو او قراردادونو اداره کول، د تدارکاتي دوسیو او اسنادو ساتنه، د انبار او ګدامداری چارو مدیریت، او د تادیې لپاره د بشپړو او د پلټنې وړ اسنادو تضمینول.
Duties and responsibilities
اساسي دندې او مسؤولیتونه: د تدارکاتي اسنادو چمتو کول د هرې تدارکاتي غوښتنې لپاره ځانګړې دوسیه پرانیستل او د غوښتنلیک، بودجې تایید، مشخصاتو، منظورۍ او نورو لومړنیو اسنادو بشپړتیا کتل . د پېرود د ارزښت، ماهیت او منظور شوي میتود له مخې RFQ ، RFP ، د نرخ غوښتنې لیک او اړوند شرایط چمتو کول . د داوطلبۍ یا نرخ غوښتنې مهالوېش، د وړاندیز سپارلو وروستۍ نېټه او د عرضه کوونکو د پوښتنو/ځوابونو رسمي ثبت ساتل . د داوطلبۍ او ارزونې بهیر د ترلاسه شوو وړاندیزونو خوندي ساتنه، د ترلاسه کېدو ثبت، د پرانیستلو صورتجلسه او د محرمیت اصول مراعاتول . د نرخ پرتله کولو جدول، اداري مطابقت، تخنیکي ارزونه او مالي ارزونه د ټاکل شوې کمېټې په همکارۍ ترتیبول . د ارزونې د کمېټې غړو ته لازم اسناد برابرول او ډاډ ترلاسه کول چې د ګټو د ټکر اعلامیې او لاسلیکونه بشپړ دي . د انتخاب سپارښتنه، د منظورۍ یادښت او د تصمیم دلیل په واضح او د پلټنې وړ بڼه مستندول . د قراردادونو او پېرود امرونو اداره له وروستۍ منظورۍ وروسته د پېرود امر، قرارداد، خدمت امر یا چوکاټي تړون چمتو کول او د لاسلیک بهیر تعقیبول . په قراردادونو کې د توکو/خدمتونو مشخصات، مقدار، قیمت، مالیه، تحویلي موده، تضمین، تادیه، جریمه، فسخ او د شخړو حل شرایط واضح درج کول . د پېرود امرونو، قراردادونو، تعدیلاتو، پیشپرداختونو، تضمینونو، تحویلي نېټو او پاتې مکلفیتونو مرکزي ثبت تازه ساتل . د قرارداد هر ډول تعدیل، تمدید، د قیمت بدلون یا اضافي کار یوازې د موجه غوښتنې او لازمې منظورۍ وروسته مستندول . د تحویلۍ او تادیې بهیر د تحویلۍ پر مهال د تحویلي سند، د مال ترلاسه کولو راپور (GRN) ، د معاینې/قبولۍ سند او د کمیت/کیفیت تایید راټولول . د تادیې له غوښتنې مخکې د قرارداد یا پېرود امر، رسید/بل، GRN ، د معاینې سند، مالیاتي اسناد او منظورۍ یو له بل سره مطابقت کول . د ثبتونو او راپورونو ساتنه د هرې تدارکاتي پروسې کاغذي او برېښنایي دوسیه د سندونو د معیاري چک لېست له مخې ترتیب او خوندي کول . د تدارکاتي پلان، غوښتنو ثبت، RFQ ثبت، داوطلبۍ ثبت، PO/ قرارداد ثبت، عرضه کوونکو ثبت او تادیاتو د تعقیب جدولونه تازه ساتل . د مدیریت، مالي څانګې، داخلي/بهرنۍ پلټنې او اړوندو کمېټو لپاره دقیق میاشتني او موردې راپورونه برابرول . د تدارکاتي نمونو، فورمو، چک لېستونو او فایل کولو سیسټم معیاري کول او د دوامدارې ښه والي وړاندیزونه کول . د انبار او ګدامداری چارې د انبار د ټولو توکو او موادو دقیق ثبت ساتل او د هغوی د کمیت او کیفیت څارنه . د توکو د ترلاسه کولو پر مهال د رسیدونو، بلونو او تحویلي اسنادو دقت کتل او له قرارداد سره یې مطابقت کول . د توکو د ذخیرې کولو، ساتنې او وېش لپاره د معیاري طرزالعملونو تطبیق ډاډمن کول . د FIFO (First In, First Out) او FEFO (First Expiry, First Out) اصولو له مخې د توکو مدیریت کول . د انبار د توکو منظم فزیکي انوینټري (Physical Inventory) ترسره کول او د کمښت یا ډېروالي راپور ورکول . د توکو د خرابېدو، ضایع کېدو یا تاریخ تېرېدو مخنیوي لپاره اړین تدابیر نیول . د انبار د تودوخې، رطوبت او نورو چاپېریالي شرایطو څارنه د حساسو توکو (لکه درمل، واکسین، تجهیزات) د ساتنې لپاره . د انبار د توکو د خوندیتوب او امنیت تدابیر مراعاتول او د غیرمجاز لاسرسي مخنیوی . د ګدام او انبار اړوند ټول اسناد (د رسیدو، وتو، انتقال او ضایعاتو) په منظم ډول ثبت او خوندي کول . د انبار د توکو د مصرف او تقاضا له مخې د بیا پېرود وړاندیزونه چمتو کول . د حقوقي او مقرراتي چارو څارنه د قراردادونو، تړونونو او تدارکاتي اسنادو حقوقي اړخونه کتل او له نافذه قوانینو سره یې مطابقت ډاډمن کول . د عامه تدارکاتو قوانینو، مالیاتي مقرراتو او نورو اړوندو قانوني اړتیاوو مراعتول . د تدارکاتي پروسو پرمهال د حقوقي خطرونو ارزونه او د دوی د مخنیوي لپاره وړاندیزونه چمتو کول . د قراردادونو د فسخ، جریمې او د شخړو حل لپاره د قانوني بندونو روښانه درج کول . د داخلي او بهرنیو پلټنو لپاره د اړتیا وړ حقوقي اسنادو چمتو کول او د پلټونکو سره همکاري . د تدارکاتي پالیسیو او طرزالعملونو د جوړولو او تازه کولو پرمهال حقوقي مشوره ورکول .
Job requirements
تحصیلي او تجربوي شرایط لږ تر لږه د لیسانس سند په اداره او تجارت، حقوقو، اقتصاد، مالي چارو، تدارکاتو، لوژستیک یا ورته برخه کې. لږ تر لږه د ماسټرۍ سند لرونکو لپاره ۷ کاله او د لسانس سند لرونکو لپاره ۱۰ کاله اړونده کاري تجربه په تدارکاتو، پېرودنې، تدارکاتي اسنادو او قراردادونو کې اړینه ده؛ د ساختماني موادو یا روغتوني تجهیزاتو په برخه کې تجربه امتیاز ګڼل کېږي. په پښتو او دري ژبو د رسمي لیکنې او راپور جوړونې قوي وړتیا؛ د انګلیسي ژبې کاري پوهه ترجیح لري. په MS Word، MS Excel، ایمیل، برېښنایي فایل کولو او ثبتونو کې ښه مهارت. اړینې وړتیاوې او مهارتونه د RFQ، ارزونې جدول، پېرود امر، قرارداد، تعدیل او تادیې دوسیې د جوړولو عملي وړتیا. د قراردادونو د شرایطو، دندو تفکیک، محرمیت، ګټو ټکر او پلټنیزې نښې بنسټیزه پوهه. لوړه دقیقه کاري، منظم فایل کول، د مهلتونو تعقیب او د څو پروسو هممهاله اداره. د معلوماتو تحلیل، د نرخ پرتله کول او په Excel کې د ثبتونو او راپورونو جوړول. بېطرفي، محرمیت، مسلکي قضاوت او له کمېټو/څانګو سره د همغږۍ وړتیا.
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Permanent
- Job type
- Full time
- Salary or budget
- As per company scale
- Experience level
- 7-10 years
- Language
- en