JobExpired · Sep 15, 2026Jowzjan, Nuristan
د ساختمان یا سیول انجنیر Civil Engineer
Ministry of Public Health
- Publisher source
- Jobs.af
- Published
- Sep 5, 2026, 06:57 AM
- Last seen
- Sep 6, 2026, 03:15 AM
- Category
- Not specified
- Location
- Jowzjan, Nuristan, Khost, Badghis, Kunduz, Nimruz, Central Zone, Maidan Wardak, Central Highlands Zone, Eastern Zone, Badakhshan, Samangan, North-Eastern Zone, Northern Zone, Western Zone, Paktia, Farah, Southern Zone, Kapisa, Ghazni, Ghor, +21 more
Description
Role summary
د د ندي موخه : د صحي ودانیو د ترمیماتي او مراقبتي چارو د ساحې لیدنه، د پروژو د تطبیق د کیفیت، پرمختګ او مراقبت ارزونه او څارنه په ځانګړې توګه د عمومي روغتونونو (GH)او اساسي روغتیايي مرکزونو (BHC) او د وزارت د نورو اړوندو پروژو، د منظور شوي پلان، تخنیکي مشخصاتو او ملي او نړیوالو معیارونو سره سم، ترڅو د ودانیو د ساتنې، دوام، کیفیت او مؤثرې استفادې زمینه برابره او د وزارت ټاکل شوي اهداف په مؤثره او معیاري توګه ترلاسه شي.
Duties and responsibilities
اساسي دندې او مسؤلیتونه · د عمومي روغتونونو (GH)او اساسي روغتیايي مرکزونو (BHC) او د وزارت د نورو اړوندو پروژو د ساختماني، ترمیماتي او بیا رغونې چارو ساحوي مراقبت او تخنیکي نظارت ترسره کول . · د ساختماني او ترمیماتي چارو د کیفیت تضمنی (QA) په موخه د ساختماني موادو، اجرااتو او کاري میتودونو تخنیکي ارزونه · د پروژو د تطبیق د کیفیت، پرمختګ، احجامو او تخنیکي مشخصاتو څارنه او د منظور شوو نقشو، ډیزاینونو، قرارداد او اړوندو معیارونو سره یې د مطابقت ارزونه. · د موجوده صحي ودانیو د مراقبت، ساتنې، ترمیم او ساختماني ستونزو ارزونه او د حل لپاره یې مناسبې تخنیکي لارې چارې وړاندې کول. · د ودانیو د استحکام او پیاوړتیا اړوند تخنیکي وضعیت ارزول او د اړتیا په صورت کې مناسبې تخنیکي حل لارې او نظریات وړاندې کول په ساحه کی په عملی توګه. · د پروژو د مراقبت او نظارت پر مهال د قراردادي، مشاور، ولایتي روغتیايي ادارو او نورو اړوندو مراجعو سره لازم تخنیکي او کاري همغږي ترسره کول. · د پروژو اړوند د طرحو، نقشو، BOQ، تخنیکي مشخصاتو او نورو اسنادو ترمنځ د مطابقت ارزونه او د موجودو تخنیکي ستونزو د اصلاح لپاره وړاندیزونه کول. · د شته وادنیو د ساختمانونه د ساتتنی او مشکیلاتو د حل په موخه لازمه حل لاري واړندي کول. · د ساختماني پروژو د سرته رسولو او جوړولو لپاره اسانتیاووي برابرول په ځانګړې توګه د ترمیماتو او بیا رغونې پروژو لپاره. · د ودانیو د استحکام او پیاوړتیا لپاره معياري او تخنیکي نظرونه وړاندې کول. · د پروژو په ډیزاین کې د اړونده څانګو سره همغږي او د میاشتني ، ربعوار او کلني راپورنو ترتیبول. · د خپلو اړوند کارکوونکو مسلکي پوهه لوړول او د تجربو مؤثره کارونه په پروژو کې عملي کول. · په تخنیکي چارو کې د نظر څرګندول او د معياري ستندردونو تطبیق. ساختماني انجینر لاندې مکلفیتونه لري: 1. د ساختماني کارونو ټول ساحوي فعالیتونه د منظور شوو Drawings، Designs، Specifications، BOQ او تخنیکي معیارونو مطابق نظارت او کنټرولول. 2. د Foundation، Column، Beam، Slab، Wall، Staircase او نورو ساختماني عناصرو موقعیت، ابعاد، کیفیت او د اجرا څرنګوالی کنټرولول. 3. د Excavation، Backfilling، Compaction، PCC، Reinforcement، Formwork، Concrete او Masonry کارونو ساحوي Inspection او تخنیکي نظارت ترسره کول. 4. د ساختماني موادو کیفیت او د Concrete، Soil، Compaction او نورو اړوندو Tests د ترسره کېدو څارنه او د پایلو ارزونه کول. 5. د Contractor د کارونو پرمختګ، کیفیت، اجرا شوي حجم او د Work Schedule مطابق فعالیتونه ارزول، اندازه کول او راپورول. 6. د غیرمعیاري یا له منظور شوو اسنادو سره د مغایرو کارونو د اصلاح غوښتنه کول او د Quality Control او Safety معیارونو د رعایت څارنه کول. 7. د Contractor لخوا وړاندې شوو Shop Drawings، Material Submittals، Method Statements، Test Reports او As-Built Drawings تخنیکي ارزونه او د ساختماني کارونو له منظور شوو اسنادو، ډیزاین او مشخصاتو سره د مطابقت کنټرولول. مدیریتي دندې د ساختمان انجنیر باید: · د اړوند آمریت له عمومي پلان سره سم خپل کاري پلان ترتیب کړي. · ورځني، میاشتني، ربعوار او کلني فعالیتونه تنظیم کړي. · د پروژو د ساختماني برخې پرمختګ تعقیب کړي. · د تخنیکي ستونزو لپاره حل لارې وړاندې کړي. · د ساختماني کارونو د کیفیت او پرمختګ راپور آمر ته وړاندې کړي. · د پروژې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له اړوندو ټیمونو سره همکاري وکړي. · نورې هغه تخنیکي دندې ترسره کړي چې د اړوند آمر لخوا ورته سپارل کېږي. . اړین تخنیکي سافټویرونه · AutoCAD · Revit Structure · ETABS · SAP2000 · SAFE · Primavera P6 / MS Project
Job requirements
تحصیلي شرایط · د (سیول انجینري) په رشته کې د لیسانس تحصیلي سند لرل، او په یادو برخو کې لوړه تحصیلي درجه لرل غوره ګڼل کېږي. کاري تجربه · لږ تر لږه3-5کله اړونده کاري تجربه ولري. · د ساختماني پروژو د ساحوي نظارت او کنټرول تجربه ولري. · د Foundation، Excavation، PCC، RCC، Reinforcement، Formwork او Masonry کارونو د اجرا او نظارت تجربه ولري. · د Structural او Architectural Drawings، Shop Drawings او As-Built Drawings د لوستلو او ارزونې تجربه ولري. · د BOQ، Quantity Take-off، Cost Estimation او Technical Specifications په برخه کې تجربه ولري. · د ساختماني موادو کیفیت، Material Testing، Inspection او Quality Control په برخه کې تجربه ولري. · د Contractor د کارونو د پرمختګ، کیفیت، Work Schedule، ساحوي اندازهګیرۍ او راپور ورکولو په برخه کې تجربه ولري · د نوماند شرط: نوماندان باید د اړوندو ۳۴ ولایتونو اصلي او فعلي اوسېدونکي وي. د نوماندانو شارټلېسټ کول به د تذکرې پر بنسټ ترسره کېږي.
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Nta
- Job type
- Full time
- Salary or budget
- Nta
- Experience level
- 0+ years
- Language
- en