JobExpired · Sep 10, 2026Farah
د روغتیایی مرکز قابله (قیصار روغتیایی مرکز)
Relief International • Full Time
- Publisher source
- ACBAR Jobs
- Published
- Not specified
- Last seen
- Sep 6, 2026, 01:08 AM
- Category
- Not specified
- Location
- Farah
Description
Job Summary عمده مسئولیتونه 1. د حامله میندو قبلول . 2. دحامله میندو تعقیبول د حمل په جریان کي تر ولادت وروسته او د کورني تنظیم په وخت کي . 3. دحامله میندو سره د ولادت په برخه کي همکاري کول . 4. راجسټر او تالی شیټ په سټنډرډ ډول ډکول ، او دخپلو فعالیتونو راپور ترتیبول . 5. دعلمي او مسلکي پوهي د کچي لوړول. 6. د ډاکټر سره مسلکي مشوره کول . د دندي تشریح : د معایني څخه مخکي : 1. د ناروغانو پانسمان کول . 2. دټول روغتیایی مرکز دطبی وسایلو تعقیمول . 3. په عاجلو او وخيمو حالاتو کي د ډاکتر سره همکاري کول . 4. د پروتوکول مطابق د دواوو زرق کول . 5. دسوتغذي له نظره دپنځو کالو کم ماشومان اندازه کول. 6. مراجعینو ته روغتیایي ښووني کول. 7. دخپل وظيفوي مسولیت په اساس دناروغانو د معالجي دقیق او منظم مراقبت کول . 8. باید د قابلګی په ټریننګ او زده کړه کي فعاله برخه واخلي . 9. دروغتیایی مرکز ټول هغه کارونه چي امر یي غوښتنه وکړي باید ترسره يي کړي . 10. دحق اولیت پر اساس دناروغانو کنټرول .( وخیمو ناروغانو ته حق اولیت ورکول) 11. د معایني د سامان او لوازمو پاکول. 12. دټولني د روغتیایی کارکوونکو يا CHW سره همکاري کول . د ولادت څخه مخکي معاینه : 1. د ناروغ دحاملګی او روغتیایی حالت دقیقه او مکمله تاریخچه اخیستل . 2. د ناروغانو دقیق او مکمل فزیکی معاینات کول .(عمومي معاینه ، بطني معاینه او د ضرورت په وخت کي مهبلي معاینه ) 3. د ناروغانو د تیتانوس واکسین کارت کتل . 4. د خطر سره مخامخ حامله ناروغانو پيژندل . 5. د قبول شوي پروتوکول په اساس د ناروغانو وقایوي تداوي کول . 6. د تداوی په برخه کي دمسلکي صلاحیت مراعاتول . 7. د موضوع اهمیت ناروغانو ته تشریح کول او د دوهم ملاقات وخت ورته تعینول. 8. د میندو دروغتیایي حالت په نظر کي نیولو سره د روغتیايي خدمتونو وړاندي کول . (دکیټ په اړه ، د ولادت وروسته معاینات ، تغذي ، واکسین ، د حمل په جریان کي د خطر علایم ) 9. د میندو سره د ولادت په اړه خبري کول. 10. د راجسټر د کتاب او روغتیايي کارټ ډکول. د ولادت وروسته معاینات : 1. د ولادت په اړه دقیق معلومات اخسیتل. 2. ناروغانو ته مکمل معاینات اجرا کول تر څو ناروغي تشخیص شي . 3. د ضرورت په وخت کي نسايي ولادي ډاکټر ته د ناروغ ریفرول . 4. میندو ته د ولادتونو ترمنځ د فاصلي په اړه مشوره ورکول . 5. د یو دقيقي تاریخچي اخیستل . 6. که چیري کوم مضاد استطباب موجود وي باید د دقیقو معایناتو پواسطه پیدا شي . 7. باید د خاوند څخه یي اجازه واخیستل شي . 8. د ولادتونو ترمنځ د فاصلي دپاره دمختلفو لارو په اړه مشوري باید عملي شي . 9. د تجویزشوي میتود په اړه مکمل پوهول . 10. تعقیبي کارټ او د راجسټر کتاب ډکول. 11. د بل ملاقات وخت تعینول او د موضوع اهمیت ورته روښانه کول. د معایني څخه مخکي : 1. د میز او معایني د سامانونو پاکول . 2. د سپیکولم پریولل ، برس کول او د تعقیم لپاره ومسؤل شخص ته ورکول . 3. استفاده شوي کارتونه او دوسیي منظمول . 4. دعلمي او مسلکي پوهي د کچي لوړول. 5. د زده کړي په ورکشاپونو کي فعاله برخه اخیستل . 6. د زده په ورکشاپونو کي د کار د ښه والي په موخه برخه اخیستل . (د ځیني عنوانو او غوښتنو وړاندي کول ) 7. د کار په جریان کي د پروتوکول او ورکشاپونو د موادو عملي کول . دمعایني په جریان کي : ناروغ ته د هغه د مشکل په اړه پوره معلومات ورکول . دناروغ مشکل په دقیق ډول سره توضیح کول په هغه صورت کي چي د ډاکټر څخه کومک وغواړي . دتعقیم د شرایطو په نظر کي نیولو سره په معیاري او درست شکل سره پانسمان کول . دضرورت په صورت کي د دوهم ملاقات وخت تعینول . د معایني وروسته : د هر ځل استفاده کولو وروسته دټولو موادو او وسایلو پاکول . په هغه ټرینینګونو کي چي د عامي روغتیا وزارت ، ملل متحد ددفترونو او موسسي له خوا دایریږي برخه اخیستل . تعقیم کول : د ټول روغتیایی مرکز طبي وسایل جمع کول . د طبی وسایلو د تعقیم پروسه په معیاري او درست شکل پرمخ وړل. تعقیم شوی وسایل بیرته روغتیایی مرکز ته سپارل او د هغوی تعقیبول چي استفاده کيږي . وړتیاوې ،ځانګړنې او مهارتونه : - د متوسطه طبی انسټیټوټ ،دطبی علومو انسټیټوټ او يا د مکتب نرسنګ څخه باید فارغه وي او دیپلوم یې تائید شوی وي . - باید مهربان شخصیت وي او ښه برخورد ولري . - باید کامله روغتیا ولري او د کار پوره توانايي ولري . - د روغتیايي مرکزد کارکوونکو تر منځ په داخلي زده کړه او ټرینينګونو کي فعاله برخه اخیستل . لازم خصوصیات (دوستانه اوسیدل ، حوصله کول ، احتیاط ) نظم او ډیسپلین په پام کي نیول . د مراتبو سلسله : نارینه او ښځینه ډاکټر ته مسوله دی . دروغتیایی مرکز امر ته مسوله دی . د موسسي او دعامي روغتیا وزارت نماینده ته مسوله دی. ممنوعیتونه: 1. د مؤسسې د مسؤل له اجازې پرته د مؤسسې نماینده ګي کول. 2. د شخصي ګټي په خاطرد مؤسسې دملکيت يا دارائي استعمالول . 3. د نشه يي مشروباتو او دخانیاتو څخه استفاده کول. 4. او د ټولو هغهو قوانینو سرغړونه چي د جزا په قانون کښي ذکر شویدي Job Requirements لازم شرایط : 1. ـ د قابلګی ډیپلوم درلودل . 2. حداقل دوه کاله کاری تجربه لرل 3. ـ اخلاقي ځانګړتیاوي درلودل (صبر،حوصله ، زړه سوی او احتیاط ) 4. ـ د ټولو اسلامي احکامو مراعاتول .
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Not specified
- Job type
- Not specified
- Salary or budget
- Not specified
- Experience level
- Not specified
- Language
- en