JobExpired · Sep 9, 2026Kandahar
تغذی مشاوره( Nutrition Counselor)
OPHCD • Full Time
- Publisher source
- ACBAR Jobs
- Published
- Not specified
- Last seen
- Sep 6, 2026, 01:08 AM
- Category
- Not specified
- Location
- Kandahar
Description
Job Summary :مسؤليتونه د ماشوم د ودې څارنه او ملاتړ: د ۲ کالو څخه د ښکته عمر ټولو ماشومانو د ودې څارنې په شمول د انتروپومتری ( وزن، قد، سن او مووک ) اندازه کول او د هغوی ثبتول ماشومانو کی د ښيی تغذی، حادی متوسطی او شدیدی خوارځواکی تصنیف بندی د ۲ کالو څخه د ښکته عمر لرونکو ماشومانو میندو او ساتونکو ته د مناسبی تغذی د ( ای وی سی اف ) کړنو په اړه او د انتاناتو د مخنیوی په اړه مشوری ورکول که چیری ماشوم د متوسطی یا شدیدی خوارځواکی سره مخامخ وی نو د مناسبی تغذیی د کړنو (ای وی سی اف ) په اړه یی میندو ته مشوره ورکړی ترڅو د ماشوم وده نورمال حالت ته راوګرځی په روغتیایی مرکز کی د بشپړونکی یا متتمه خوړو د نندارو(فود دیمناستریشن) دایرول که چیری ماشوم په شدیده خوارځواکی اخته وی نو د هغه لیږدول داکتر ته تر څو مناسبه درملنه وشی په تیر شوی ان ای دی کی د ویټامین أ ( ویته ای) اخستنی پلټنه کول چی ماشوم اخیستی دی او کنه او که نه وی اخیستی ورته یی توصیه کړی :د امیندواری او شیدی ورکولو میندو ته مشوری امیندوارو او شیدی ورکونکو میندو ته د ښی او قوی غذا خوړلو مشوري او هره ورځ د اوسپینی او فولیک اسید تابلیتونو خوړل ورته تجویز کول په دی اطمینان حاصلول چی امیندواری میندی د ای اف اه کافی مقدار له روغتیایي مرکز څخه تر لاسه کوی د ټولنې په کچه د آیوډین لرونکې مالګی پر استفادی ټینګار او ملاتړ کول :د ټولنې په کچه د ټولنې روغتیایی ناظر ( سی اچ اس ) او ټولنی روغتیایی کارکونکی ( سی اچ دبیلو اس ) سره مرسته، تر څو د ټولنې روغتیایي کارکونکي وتوانیږی چې د دوه ۲ کالو څخه کښته ټولو ماشومانو د ودې، څارنه او مناسبی تغذیی د کړنو، د ټولنې په کچه د تغذیی په اړه مشوری د لارښود مطابق ( ای وی سی اف ) مشوری ورکړی امیندوارو او شیدی ورکونکو میندو ته د ښی او مقوی غذایی موادو خوړلو مشوری ورکړی او همدارنګه د اوسپینی او فولیک اسید د تابلیتونو د اهمیت بیانولو وړتیا ولری او دغه چاری د ټولنی په کچه ترسره کړی هره میاشت کی د تغذیی په اړونده ۱ الی ۲ پیغامونه ټولنی ته انتقال کړی د ټولنی روغتیایی ناظر ( سی اچ اس ) او روغتیایی کارکونکی سره مرسته کول ترڅو هغه کورنی وګوری چی ماشومان یی ښه وده نه کوی او یا په خوارځواکی اخته وی او مرستی ته اړتیا لری :د فعالیتونو ثبتول او راپور ورکول په منظمه توګه د تغذی خدماتو راپور ورکول په شمول د تغذی هغه خدمات چی د ای وی سی اف او ام اس اچ یا د مور او ماشوم د پاملرنی په بخش کی تر سره کیږی د ټولنی روغتیایی ناظر او روغتیایی کار کوونکو سره د هغه معلوماتو او رهنمودونو شریکول چی د ټولنی په کچه د هغوی د دندو د پرمخ وړلو لپاره ضروری دی او هغوی ورته اړتیا لری د دندې اړوند د یو شمیر نورو فعالیتونو ترسره کول چې د خپل مسئول لخوا ورته ورکول کیږي Job Requirements :تعلیمې کچه، کار ي تجربه ، وړتیا او مهارتونه د طب متوسطه ( د هری څانګی ) څخه فارغ شوی وی باید د ۱۴ ټولګی څخه فارغه وی او د نرسینګ له څانګی څخه سند ولری په دی شرط چی د نیوتریشن یو میاشتنی یا ۱۸ ورځنی تریننګ اخیستی وی په BPHS یا غیر BPHS دولتي روغتیایي کلینیکونو کې لږ تر لږه د ۳ کاله کاری تجربه ولری د انیشیل ام اچ پی اس اس ترینینک یی باید اخیستی وی او اپدیت سرتیفیکت ولری که چا دغه ترینینګ نه وې اخیستی نو د امتحان په پروسه کی نه شاملیږی :مهارتونه او وړتیاووي په پښتو او دري ژبو د افهام او تفهیم مهارتونو درلودل د روغتیایې مرکز د کارکوونکو لپاره د ښه کاري چاپیریال جوړولو مهارت درلودل د روغتیايې مرکز د کارکوونکو د ظرفیت لوړنې مهارت درلودل
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Not specified
- Job type
- Not specified
- Salary or budget
- Not specified
- Experience level
- Not specified
- Language
- en