JobExpired · Sep 9, 2026Kabul
279-د غیرمالیاتي عوایدو مطالعی، ځیړنی، څارنې او ارزونې ارشد کارشناس
Ministry of Finance • Full Time
- Publisher source
- ACBAR Jobs
- Published
- Not specified
- Last seen
- Aug 30, 2026, 11:08 PM
- Category
- Not specified
- Location
- Kabul
Description
Job Summary د دندې موخه : د وزارتونو/ادارو د عوایدو راټولو او دخدمتونو د وړاندې کولو د بهیر مطالعه، څیړنه، ارزونه او د موندل شو ستونزو او ننګونو لپاره د حل لارو پیدا کول Job Requirements مسؤلیتونه او دندې : اساسي دندې : د پلان مطابق د وزارتونو/ ادارو د مرکز او ولایتونو د غیر مالیاتي عوایدو د سرچینو په اړه د معلوماتو راټولول، مطالعه، تحلیل او ارزونه تر سره کول. د غیرمالیاتي عوایدو د راټولولو په بهیر کي د ننګونو او انحرافاتو موندل، د شفافیت او د عوایدو د زیاتوالي لپاره هر اړخیزی حل لارې په ګوته کول. د ا.ا.ا د پالیسي مطابق د وزارتونو/ادارو د مرکز او ولایتونو د خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت په اړه مطالعه څیړنه او ارزونه تر سره کول. د خدمتونو د کیفیت د لوړوالي لپاره د موجوده ستونزو پېژندنه او د یادو ستونزو د حل لپاره عملي لارې وړاندې کول . د عوایدو د شفافیت، مؤثریت او زیاتوالي په اړه د دقیقو معلوماتو او تحقیق په اساس د تصمیم نیونې لپاره مشورې او سپارښتنې وړاندې کول. په وزارتونو/ادارو کې د ترسره شوی مطالعې څیړنې او ارزونې په راپور کې د حل لارو د تطبیق تعقیبول. د نورو هیوادونو د غیرمالیاتي عوایدو، او د خدمتونو د وړاندې کولو د سکتور په اړه مطالعه او تحقیق ترسره کول، د دې هیوادونو د تجربو څخه په افغانستان کې د شرایطو او د ا.ا.ا پالیسي مطابق د غیرمالیاتي عوایدو د زیاتوالي لپاره استفاده ترسره کول. د راټول شوو معلوماتو محرمیت ساتل او د غیرمالیاتي عوایدو ریاست ته د خپل فعالیتونو د نتایجو په اړه میاشتنی او ربعوار راپور ورکول. مدیریتي دندې : د ټاکل شوو موخو په خپل وخت ترلاسه کولولو لپاره د ریاست له عمومي پلان سره سم د خپلو فعالیتونو لپاره د میاشتني، ر بعوار او کلني کاري پلانونو تر تیبول. د قوانینو، فرامین، احکامو، مصوباتو او مالیې وزارت د اهدافو مطابق د ذیصلاح آمرینو د هدایاتو سره سم د ټولو اړونده وظایفو ترسره کول. د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې اړتیاوې تشخیص او د روزنیزو پروګرامونو وړاندیز کول . د خپلو اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه میاشتني، ر بعوار ، کلني او د اړتیا پر مهال راپورونه تر تیبول. د همغږي دندې : د غیرمالیاتي عوایدو د زیاتوالي لپاره د وزارتونو/ادارو او د ریاست اړونده برخو سره همغږي کول. د وزارتونو/ادارو د پلان مسؤلینو، د عوایدو د برخې کارمندانو سره د اړیکو ټینګول او د معلوماتو راټولولو لپاره د مهالویش ترتیبول. د ګمارنې شرطونه : د افغانستان تابعیت باید ولري. سن یې د (۱۸) کلونو څخه کم او د (۶۴) څخه زیات نه وي. د ا.ا.ا پالیسي ته ژمن، امین او متعهد وي تحصیلیې سویه : د اقتصاد، اداره ،تجارت، او مالي برخو کې د ACCA / لسانس، ماسټري او دکتورا سند درلودل، چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوي وي. کاري تجربه : د لیسانس لپاره حد اقل (۷) کاله کاری تجربه په مالي،نظارت او ارزیابې برخو کې د ماسټری لپاره حد اقل ( ۵ ) کاله کاری تجربه په مالی،نظارت او ارزیابی برخو کې د دکتورا لپاره حد اقل (۲) کاله کاری تجربه په مالی،نظارت او ارزیابی برخو کې لازمي مهارتونه : د ابتکاري فعالیتونو د ترسره کولو وړتیا درلودل. په رسمي ملي ژبو(پښتو او دري) باندې کامل تسلط درلودل. په انګلیسي( English )ژبې باندې کامل تسلط درلودل. د دندې اړوند فعالیتونو لپاره د کمپیوټرې مهارتونو درلودل.
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Not specified
- Job type
- Not specified
- Salary or budget
- Not specified
- Experience level
- Not specified
- Language
- en