JobExpired · Sep 9, 2026Kabul
280-د املاکو او قرار دادونو د مطالعې، څیړنې او ارزونې ارشد کارشناس
Ministry of Finance • Full Time
- Publisher source
- ACBAR Jobs
- Published
- Not specified
- Last seen
- Aug 31, 2026, 05:14 AM
- Category
- Not specified
- Location
- Kabul
Description
Job Summary د دندی موخه : د وزارتونو/ادارو د املاکو او قراردادونو مطالعه، څیړنه، ارزونه او د موندل شو ستونزو او ننګونو لپاره د حل لاري پیدا کول Job Requirements مسؤلیتونه او دندې : اساسي دندې : د پلان مطابق د وزارتونو/ادارو په مرکز او لایتونو کې د املاکو او قراردادونو په اړه معلومات راټولول، عینی مشاهدې، تحلیل او مسلکي ارزونه تر سره کول. د املاکو د ارزونې په بهیر کې دننګونو، نیمګړتیاوو او انحرافاتو موندل، او د شفافیت، دقت او عادلانه ارزښت ټاکلو لپاره هر اړخیز حل لارې وړاندي کول. د املاکو ارزښت، د بازار وضعیت، شفافیت او موثریت په اړه ددقیقو معلوماتو او تخنیکي څیړنو پر بنسټ د تصمیم نیونې لپاره مشوري او مسلکي سپارښتنیې وړاندي کول. په وزارتونو/ادارو کې د تر سر شویو ارزونو او څیړنو په راپور کې د وړاندي شوو حل لارو او سپارښتنو د تطبیق د څرنګوالي تعقیب او راپور ورکول. د نورو هیوادنو د املاکو د سکتور د تجربو او سیستم په اړه مطالعه او تحقیق تر سره کول او له هغو څخه د افغانستان د شرایطو او د ا.ا.ا د پالیسي سره سم د املاکو د عوایدو د زیاتوالي لپاره طرحه وړاندې کول . د راټول شوو معلوماتو محرمیت ساتل او د غیرمالیاتي عوایدو ریاست ته د خپل فعالیتونو د نتایجو په اړه میاشتنۍ او ربعوار راپور ورکول. مدیریتي دندې : د ټاکل شوو موخو په خپل وخت ترلاسه کولولو لپاره د ریاست له عمومي پلان سره سم د خپلو فعالیتونو لپاره د میاشتني، ر بعوار او کلني کاري پلانونو تر تیبول. د قوانینو، فرامین، احکامو، مصوباتو او مالیې وزارت د اهدافو مطابق د ذیصلاح آمرینو د هدایاتو سره سم د ټولو اړونده وظایفو ترسره کول. د خپلو اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه میاشتني، ر بعوار ، کلني او د اړتیا پر مهال راپورونه تر تیبول. د همغږي دندې : د املاکو او قراردادونو په اړه د وزارتونو/ادارو او د ریاست اړونده برخو سره همغږي کول. د وزارتونو/ادارو سره د نوو عوایدي سرچینو د موندلو د تحلیل او فعالیت لپاره ارتباط ساتل. د وزارتونو/ادارو د پلان مسؤلینو، د عوایدو او املاکو د برخې کارمندانو سره د اړیکو ټینګول او د معلوماتو راټولولو لپاره د مهالویش ترتیبول. د ګمارنې شرطونه : د افغانستان تابعیت باید ولري. سن یې د (۱۸) کلونو څخه کم او د (۶۴) څخه زیات نه وي. د ا.ا.ا پالیسي ته ژمن، امین او متعهد وي تحصیل ي سویه : ساختمانی انجنیری ( (Civil Engineery / مدیریت ساختماني برخو کې د لیسانس/ماستری سند درلودل، چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوي وي. کاري تجربه : د لیسانس لپاره د پروژو او قراردادونو د نظارت او ارزونې په برخه کې حد اقل (۷) کاله کاري تجربه درلودل. د ماسټری لپاره د پروژو او قراردادونو د نظارت او ارزونې په برخه کې حد اقل (۵) کاله کاري تجربه درلودل. د دوکتورا لپاره د پروژو او قراردادونو د نظارت او ارزونې په برخه کې حد اقل (۲) کاله کاري تجربه درلودل. لازمي مهارتونه : د ابتکاري فعالیتونو د ترسره کولو وړتیا درلودل. په رسمي ملي ژبو(پښتو او دري) باندې کامل تسلط درلودل. په انګلیسي( English )ژبې باندې کامل تسلط درلودل. د دندې اړوند فعالیتونو لپاره د کمپیوټرې مهارتونو درلودل.
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Not specified
- Job type
- Not specified
- Salary or budget
- Not specified
- Experience level
- Not specified
- Language
- en