TenderExpired · Aug 30, 2026Kabul
اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد
DABS Procurement
- Publisher source
- Jobs.af RFPs
- Published
- Aug 24, 2026, 12:00 AM
- Last seen
- Aug 30, 2026, 02:09 PM
- Category
- Award of contract
- Location
- Kabul
Description
د قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا د نافذه تدارکاتي تقنیني سندونو له مخې، په دې توګه اعلانېږي چې د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې عمومي ریاست د ملي تدارکاتو ریاست، د افغانستان بریښنا شرکت په استازیتوب، په پام کې لري چې د کندهار ختیځ سب سټېشن څخه د کندهار سپین بولدک پلان شوي سب سټېشن پورې د (۸۷) کیلومتره په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ انتقالي لین د سروې، ډیزاین، تجهیزاتو تدارک، نصب، ټېسټ او کمېشننګ پروژه، چې د داوطلبۍ شمېره یې NPD/DABS/1405/ICB/W-1534 ده ، لاندې شرکت ته ورکړي: شمیره د ګټونکي داوطلب نوم د جواز شمېره د ګټونکي داوطلب پته د پروژې مجموعی قیمت 1 شرکت تجارتی آشعه رنگین لمیتد او سازه های فلزی یاسان جی وی 2193 و 3298 فلکه ۲۹ حمل،مرکز هرات او مدیر کل صنعت،معدن و تجارت استان مرکزی 4,311,813 (څلور میلیونه، دري سوه یولس زره، اته سوه دیارلس) امریکایي ډالر هغه حقیقي او حکمي شخصیتونه چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه له خپلو دلایلو سره یوځای، د نافذ تدارکاتي اصولو د حکمونو سره سم د ملي تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي. پته: د تدارکاتي اسانتیاوو آمریت، تخنیکي معاونیت، د ملي تدارکاتو ریاست، د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان. یادونه: دا اعلان د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او تر هغه چې پورته یاده شوې موده بشپړه نه شي او ورپسې ټول قانوني مراحل بشپړ نه شي، قرارداد به نه منعقدېږي.
Additional details
- Procurement method
- Award of contract
- Contract type
- Not specified
- Job type
- Not specified
- Salary or budget
- Not specified
- Experience level
- Not specified
- Language
- en