JobExpired · Sep 1, 2026Nangarhar
د څېړنیز مرکز مسؤل
Spinghar University (Nangarhar) • Full Time
- Publisher source
- ACBAR Jobs
- Published
- Not specified
- Last seen
- Aug 23, 2026, 02:23 AM
- Category
- Not specified
- Location
- Nangarhar
Description
Job Summary د بست د دندو لایحه: 1. د کلني کاري پلان ترتیب او تطبیقول 2. د کاري پلان د تطبیق ربعوار او کلني راپورونه جوړول، د څېړنو او علمي مجلو معاونیت ته يې د کتنې او تائید په موخه استول. 3. د کاري پلان د تطبیق ربعوار او کلني راپورونه د تائید وروسته اړوند خواوو سره رسمًا شریکول. 4. د لابراتواري موادو او تجهیزاتو په ګډون د څېړنیز مرکز د پاکوالي څخه ډاډ حاصلول. 5. په څېړنيز مرکز کې د ترسره کېدونکو څېړنو په عملي او تطبیقاتي چارو کې له څېړونکو سره همکاري کول. 6. په څېړنیز مرکز کې د څېړنو ترسره کولو څخه وړاندې د اړینو/ټولو تجهيزاتو برابرول، تعقيم کول او لېست کول. 7. په څېړنيز مرکز کې د څېړنې ترسره کولو لپاره د اړتیا وړ تجهيزاتو او موادو په پېرلو کې مرسته کول. 8. په څېړنیز مرکز کې د پروتوکولونو او پروسیجرونو د تطبيق کولو سربېره، د څېړنيز مرکز خونديتوب او ساتنې ته پام کول. 9. په څېړنيز مرکز کې د تجربوي څېړنو تجهيزات او اکمالات برابرول. 10. په څېړنيز مرکز کې د موجودو تجهيزاتو او موادو د شمېر او کیفیت څخه د ډاډ لپاره په ربعوار ډول څارنه ترسره کول او لېست یې ترتیبول. 11. په څېړنيز مرکز کې د بيړنې حالت رامنځته کېدو په صورت کې غوره او عاجل ډول اقدامات ترسره کول. 12. په څېړنيز مرکز کې د شته تجهيزاتو او وسايلو د کارونې لارښود ترتیبول او تطبیق ته يې پاملرنه کول. 13. د اړتیا په صورت کې د څېړنيز مرکز څخه د ګټه اخیستونکو د لېست او ثبت کتاب ترتیبول او د هرې اونۍ راپور يې د څېړنې او علمي مجلو معاونیت سره شريکول. 14. په څېړنيز مرکز کې د ترسره شويو تحقيقي پروژو/څېړنو راپورونه ترتیبول او د مستقیم آمر د کتنې او تائید وروسته يې اړوند خواوو سره شریکول. 15. د محصلينو د تطبيقاتو برخه کې د لابراتوارونو آمریت سره د مستقیم آمر په همغږۍ همکاري کول. 16. د څېړنيز مرکز څخه د ګټې اخیستنې طرزالعمل جوړول او تطبيقول. 17. د لابراتوارونو آمریت په غوښتنه او د مستقیم آمر سره په همغږۍ په څېړنیز مرکز کې، محصلینو ته په تطبیقاتو اجرأ کولو کې همکاري کول. 18. په څېړنیز مرکز کې د اجرأ شویو لابراتواري معایناتو راپور په مياشتني ډول څېړنې او علمي مجلو معاونیت ته سپارل. 19. د څېړنيز مرکز د وسايلو د ترميم، ساتنې او پراختيا په موخه پلانونه ترتيبول او له تائيد وروسته تطبيقول. 20. د څېړنو او علمي مجلو مرستیال، پوهنځیو، څانګو او اړوندو کمېټو سره په څېړنیزو چارو کي همغږي کول. 21. د علمي څېړنو، د اخلاقي اصولو، علمي صداقت او اړوندو پوهنتوني مقرراتو رعایت او تطبیق ته پاملرنه کول. 22. د استادانو او محصلینو لپاره د مناسبو څېړنیزو موضوعاتو، Research Areas او Research Problems په ټاکلو کې علمي لارښوونه او همکاري کول. 23. د پوهنتون د پالېسیو او طرزالعملونو پر اساس په پوهنځیو کې د څېړنې میتودولوژي یا نورو اړوندو مضامینو تدریس کول. 24. د څېړنې میتودولوژي مضمون عملي او نظري تدریس لپاره د معیاري درسي موادو، لکچرنوټونو او نورو علمي منابعو چمتو کول 25. نورې هغه کړنې چې د څېړنې او علمي مجلو مرستیال له لوري ورته سپارل کيږي ترسره کول. Job Requirements د دندې شرایط: تحصيل کچه او کاري تجربه 1. نوماند باید لږ تر لږه د طبي ټکنالوژي پوهنځي څخه د ليسانس يا معالجوي طب څخه د ايم ډي دورې د فراغت تائيد شوي اسناد ولري. 2. د تحصيلي دورې په جريان کې بايد لږ تر لږه د (۸۰) سلنه نمرو لرونکی وي او په ټوله تحصيلي دوره کې له دوه مضامينو څخه په ډېرو مضامينو کې چانس شوی نه وي. 3. لږ تر لږه په ملي/بهرنۍ ژبه درې ملي/نړۍوالې چاپ شوې (مطبوع) مقالې ولري 4. د علمي څېړنو په برخه کې د عملي روزنې ترلاسه کولو شواهد ولري. کاري اصول: 1. د څیړنیز مرکز کې د کار پر مهال خپل صحت ته ځانګړې پاملرنه کول. 2. په څیړنیز مرکز کې د کار پر مهال د تجهیزاتو په کارونه کې پوره دقت او غور کول. 3. پر ټاکلو وختونو کې دندې ته حاضرېدل او تر ټاکلي وخت پورې خپل مسؤليتونه ترسره کول. 4. د څیړنیز مرکز ټول اصول رعايت کول.
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Not specified
- Job type
- Not specified
- Salary or budget
- Not specified
- Experience level
- Not specified
- Language
- en