JobExpired · Aug 28, 2026Kabul
Quality Assurance Manager (Re Announced)
Bank-e-Millie Afghan
- Publisher source
- Jobs.af
- Published
- Aug 18, 2026, 07:25 AM
- Last seen
- Aug 20, 2026, 12:24 AM
- Category
- Not specified
- Location
- Kabul
Description
Role summary
د کیفیت د تضمین مدیر – دندې او مسؤلیتونه د کیفیت د تضمین مدیر په بانک کې د داخلي پلټني د فعالیتونو د مؤثریت او اعتبار د ساتلو په اړه مهم رول لري. د دې دندې اساسي مسؤلیت دا دی چې ډاډ ترلاسه کړي ټول د پلټني فعالیتونه او پایلې د مسلکي معیارونو، مقرراتو او د بانک د داخلي پالیسیو او تګلارو سره سم ترسره کېږي. مدیر د پلټني پلانونه، کاري اسناد او وروستي راپورونه ارزوي تر څو یقیني کړي چې دا ټول دقت، وضاحت، مسلکی او د داخلي پلټني د ټاکل شوې میتودولوژۍ سره مطابقت ولري. یو بل مهم مسؤلیت د داخلي او خارجي غوښتنو د تطبیق څارنه ده، څو ډاډ ترلاسه شي چې د داخلي پلټني فعالیتونه او اجراات د پلټني کمېټې لپاره د باور وړ تضمین وړاندې کوي. مدیر د پرلهپسې پرمختګ مشري هم کوي، د پلټني په بهیر کې نیمګړتیاوې پېژني او عملي وړاندیزونه وړاندې کوي څو د پلټني د فعالیتونو اغېزمنتیا، کیفیت او موثریت نور هم پیاوړی شي. سربېره پر دې، دغه دنده د پلټني د کارکوونکو ملاتړ او لارښوونه هم په بر کې لري، چې د نظریاتو ورکولو، روزنې او د غوره کړنو د هڅونې له لارې ترسره کېږي. د یوې منظمې د کیفیت د تضمین د چوکاټ په ساتلو سره، د پلټني د کیفیت د تضمین مدیر ډاډ ورکوي چې د پلټني پایلې د باور وړ، روښانه او د بانک لپاره ارزښتزېرونکې پاتې شي.
Duties and responsibilities
مهمي دندې او مسؤلیتونه د داخلي پلټنې راپورونه دقت، وضاحت، بشپړتیا او مسلکي جوړښت له مخې ارزول. د کیفیت ډاډ او پرمختیا ټیم لپاره ځانګړی چوکاټ (Framework) ترتیبول او له مخې یې کړنې ترسره کول ډاډ ترلاسه کول چې موندنې په واضح، منطقي او عملي ډول وړاندې شوي وي. او همدارنګه ډاډ ترلاسه کول چې ټول راپورونه د ادارې داخلي پلټنې پالیسیو، کړنلارو او لارښوونو سره سم وي. د ثبات، حساب ورکونې او د داخلي پلټني امریت غوښتنو رعایت یقیني کول. د اړتیا په وخت کي د شعباتو د پلټنو ترسره کولو پر مهال د اخلاقي اصولو، تګلارې، کړنلارې او د IIA، IPPF معیارونو، له تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول. د راپورونو اعتبار، مسلکيتوب او د تنظیموونکو یا شریکانو لخوا منل یقیني کول. د خطرونو پیژندنه، د ښه والي وړاندیزونه او د داخلی پلټني همکارانو ته لازمی لارښوونې وړاندې کول. د خطر مدیریت، داخلي کنټرولونو او د عملیاتو د مؤثریت لوړول او د داخلی پلټنې ټیمونو فعالیتونه په دوامداره توګه څارل. داخلي پلټونکو انسټیټیوټ (IIA) او د مسلکي کړنو نړۍوال چوکاټ (IPPF) په رڼا کې د داخلي پلټنې ټیمونو له اجرااتو څخه ډاډ ترلاسه کول او د اړتیا په صورت کې ورسره مرسته کول د ظرفیت لوړونې لپاره کارکوونکو ته اړین روزنیز پروګرامونه برابرول. د داخلي پلټنې چارچوب، پالیسۍ، کړنلارې او منشور د نوي کولو کې د پلټنې آمر/مرستیال سره همکاري. د راپورونو او پلټنې پروسو د کیفیت لپاره اغېزمنې او مناسبې مشورې وړاندې کول. د کیفیت ډاډ او پرمختیا ټیم لپاره ځانګړی چوکاټ (Framework) ترتیبول او له مخې یې کړنې ترسره کول د اړتیا پر مهال ساحی ته پلټني لپاره تلل راپور جوړول او د ځانګړو قضیو او ناڅاپي پلټنو په ترسراوي کې ګډون کول هغه نورې دندې په مخ وړل چې داخلي پلټنې آمر/مرستیال له خوا ورکول کېږي.
Job requirements
Education Level Bachelor’s degree in Finance, Accounting, Business Administration (MBA/BBA), or a related field (required). Master’s degree is preferred. Experience Level Minimum of 3 years of relevant experience.
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Permanent
- Job type
- Full time
- Salary or budget
- As per company scale
- Experience level
- 3+ years
- Language
- en