JobExpired · Jul 25, 2026Nangarhar
غاښونو طب، طبي تکنالوژي او نرسنګ پوهنځي ټکنیشن (۳ بستونه)
Spinghar University (Nangarhar) • Full Time
- Publisher source
- ACBAR Jobs
- Published
- Not specified
- Last seen
- Jul 13, 2026, 12:22 AM
- Category
- Not specified
- Location
- Nangarhar
Description
Job Summary د بست د دندو لایحه: 1. ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره کلني عملیاتي پلانونه جوړول . 2. د عملیاتي پلانونو د تطبیق سمستروار او کلني راپورونه جوړول . 3. د تائيد شوې مهالویش له مخې د لابراتوارونو آمریت اړوند مجالسو کې برخه اخستل . 4. د لابراتوارونو آمریت اړوند اسنادو په تنظیم کې مرسته کول . 5. په لابراتوارونو کې د محصلینو عملي ساعت اخستلو په جریان کې له استاد سره د عملي کار اړوند اړینو لوازمو په برابرولو کې مرسته کول . 6. د اړتیا په صورت کې د عملي کارونو لپاره د موادو تهیه کول . 7. د لابراتوارونو له تجهیزاتو او وسایلو څخه ساتنه او مراقبت کول . 8. په لابراتوارونو کې د محصلینو د عملي کارونو د ثبت او پروسيجر د اجرأ پر مهال له استاد سره مرسته کول . 9. د لابراتوارونو آمریت ته د ترسره شویو ورځنیو فعاليتونو راپور ورکول . 10. د لابراتوارونو په تفکيک د اړوندو وسایلو او تجهیزاتو لستونه جوړولو او کوډينګ کې له لابراتوارونو آمريت او اداري آمريت سره همکاري کول . 11. له اړوندو لابراتوارونو څخه د کمبوداتو لستونه راټولول او د لابراتوارونو آمريت ته سپارل . 12. په لابراتوارونو کې د اړینو بینرونو او معلوماتي چارټونو راځړول . 13. په لابراتوارونو کې د ښه نظم په موخه محصلین په ګروپونو ویشل او له استاد سره د عملي ساعت پرمهال د محصلینو په تنظیم کې مرسته کول . 14. په لابراتوارونو کې د عملي کارونو د ترسره کېدو څخه وروسته د اړینو تجهیزاتو بېرته منظم کول، په خپل ځای کې يې اېښودل او د یادو تجهیزاتو پاک ساتل . 15. په لابراتوارونو کې د ناپاکه ځایونو په نښه کول او اړوند خدماتي کارکوونکي/کارکوونکو ته یې د پاکولو سپارښتنه کول . 16. نورې هغه قانوني چارې ترسره کول چې د مستقيم آمر او ذی صلاح مقاماتو له خوا د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې ورسپارل کېږي . Job Requirements د دندې شرایط: تحصيل کچه او کاري تجربه 1. د طبي تکنالوژۍ پوهنځي تکنیشن بست نوماند باید په طبي يا لابراتوار تکنالوژي کې د ۱۴م پاس يا لیسانس په کچه د تحصیلي درجې درلودونکی وي او د فراغت تائید شوي معتبر اسناد ولري. 2. د غاښونو طب پوهنځي ټکنیشن بست نوماند باید د عاښونو په برخه کې د ۱۴م پاس يا لیسانس په کچه د تحصیلي درجې درلودونکی وي او د فراغت تائید شوي معتبر اسناد ولري. 3. د نرسنګ پوهنځي ټکنیشن بست نوماند باید د نرسنګ په برخه کې د ۱۵م پاس يا لیسانس په کچه د تحصیلي درجې درلودونکی وي او د د فراغت تائید شوي معتبر اسناد ولري. 4. د لابراتوار ټکنیشن په توګه په خپله برخه کې پرله پسې حد اقل درې کلنه کاري تجربه ولري. 5. د لابراتواري موادو، تجهیزاتو او وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په برخه کې کافي پوهه او عملي تجربه درلودل . 6. د لابراتواري وسایلو او تجهیزاتو تعقیم، پاکوالي او خوندي ساتنې په برخه کې کافي پوهه او عملي تجربه درلودل . 7. په اګزیټ ازموینه کې بریالی شوی وي. 8. محصلانو ته د عملي تدریس په برخه کې د توکو او موادو تهیه کولو کې تجربه ولري. 9. کاري وړتیا،ژمنتیا او صداقت درلودونکی وي. 10. د افغانستان تابیعت درلودونکی وي. کاري اصول: 11. د یونیفورم کارول. 12. پر ټاکلو وختونو کې دندې ته حاضرېدل او تر ټاکلي وخت پورې خپل مسؤليتونه ترسره کول. 13. د اړوندو لابراتوار ونو د کارونې اصول رعايت کول.
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Not specified
- Job type
- Not specified
- Salary or budget
- Not specified
- Experience level
- Not specified
- Language
- en