JobExpired · Jul 25, 2026Nangarhar
. (Finance Manager) د مالي او حسابي چارو عمومي مدیر
Spinghar Momand Curative and Teaching Hospital • Full Time
- Publisher source
- ACBAR Jobs
- Published
- Not specified
- Last seen
- Jul 13, 2026, 12:22 AM
- Category
- Not specified
- Location
- Nangarhar
Description
Job Summary د بست د دندو لایحه: 1. د مدیریت د کلنیو عملیاتي او د اړتیا پر اساس د انکشافي پلانونو ترتیبول 2. د ستراتیژیک پلان ، عملیاتي حسابونو او اړتیا ارزونې پر بنسټ د پنځه کلن مالي پلان او پنځه کلنې بودیجې ترتیبول 3. د ستراتیژیک پلان ، عملیاتي حسابونو او اړتیا ارزونې پر بنسټ د کلني مالي پلان او کلنۍ بودیجې ترتیبول 4. لویو برنامو او فعالیتونو لپاره د ځانګړې ( Activity ) بودیجو ترتیبول 5. د روغتون په طبي او اداري برخه کې د مالي چارو د ترسره شویو پریکړو د تطبیق څخه ډاډ حاصلول. 6. د مالي چارو دتنظیم لپاره د حسابونو معیاري اکاونټونو رامینځته کول او د کارونې څخه یې ډاډ ورکول. 7. د طبي او اداري برخو د مالي او حسابي چارو لپاره د پالیسیو، میکانیزمونو او فورمونو ترتیبول. 8. فارمیسي ته د راوړونکو درملو اړتیا، ګودام، بیلانس، کمپنیو، عمده پلورنځیوټاکنې او نرخنامو اخیستلو په برخه کې اجراات ترسره کول. 9. تشخیصیه برخو لپاره د مصرفي موادو د اړتیا، ګودام، بیلانس، کمپنیو، عمده پلورنځیو ټاکلو او نرخنامو اخیستلو په برخه کې اجراات ترسره کول. 10. فارمیسي او تشخیصیه برخو ته د راوړل شویو درملو او توکو د اوګرایي حساباتو تنظیمول. 11. د کارکوونکو د معاشاتو، حق الزحمو، پیشکیو او نورو تادیاتو په برخه کې د پالیسۍ مطابق اجراات ترسره کول 12. د تدارکاتي طرز العمل مطابق د عملیاتي او انکشافي خریداريو ترسراوی او د منظمو اسنادو د ساتنې ډاډ ورکول. 13. د روغتون د نغدو پیسو ( Cash Management )، بانکي حسابونو او ورځنیو مالي جریانونو مدیریت او نظارت ترسره کول. 14. د روغتون د عوایدو د ټولو سرچینو (داخل بستر، سراپا، تشخیصیه، فارمیسي او ستاژ ...) د ثبت، راټولولو او کنټرول څخه ډاډ حاصلول. 15. ربعه وارو او کلنیو عایداتو مالیه جات، معاشاتو مالیه جات، د کور کرایې او شاروالۍ اړوند مالیه جاتو تصفیه ترسره کول 16. په ټولو پروسیجرونو ( OPD, IPD, Major & Minor Surgery, Laboratory ) کې د پالیسۍ مطابق د تخفیفونو د ورکړې نظارت ترسره کول 17. د روغتون د عادي او انکشافي خریداریو په برخه کې د هر ډول تادیاتو کتنه تائیدي او ډاډ حاصلول. 18. د روغتون د مالي چارو په برخه کې داخلي او بهرنیو خواوو (تفتیش/بررسۍ..) لپاره د مالي چارو د اړینو معلوماتو وړاندې کول 19. د مالي اسنادو، وچرونو، قراردادونو او حسابي سوابقو د تنظیم، خوندي ساتنې او آرشیف کولو څخه ډاډ حاصلول 20. د روغتون د عوایدو د زیاتوالي او غیر ضروري مصارفو د کمښت لپاره د اصلاحاتي وړاندیزونو وړاندې کول. 21. د څانګو په تفکیک د عوایدو میاشتیني، ربعه وار او کلني مقایسوي راپورونه ترتیبول. 22. د درملو کمپنیو په تفکیک فارمیسي ته د راوړل شویو او خرڅ شویو درملو د مقدار، مالي ارزښت او فعالیتي فیصدۍ راپور ترتیبول. 23. د هرې ورځې په پاې کې دورځینو عوایدو او مصارفو راپور ترتیبول او د روغتون رئیس او د پوهنتون مالي او اداري چارو آمریت ته استول. 24. د بودیجې د تطبیق ربعه وار راپور ترتیبول او د روغتون اداري شورا او د پوهنتون علمي شورا ته وړاندې کول. 25. د عوایدو او مصارفو د کلنیو مالي راپورونو ( GJ,LD,BS,IS,CF ) ترتیبول. 26. د روغتون د معالجوي څانګو په تفکیک د هرې څانګې د خدماتو د لګښت تحلیل ترسره کول او ګټې او زیان راپورونه یې ترتیبول. 27. د روغتون د ثابتو شتمنیو (طبي او غیر طبي وسایل) د مالي ارزښت معلومات په مالي راپورونو کې شاملول. 28. د خپلو اړوند کارکوونکو نظارت، ارزونې او ظرفیت لوړونې په برخه کې اجراات ترسره کول. 29. د روغتون ریاست او اداري شورا ته د عملیاتي پلان د تطبیق ربعه وار او کلني راپور ورکول. 30. د اړوند مدیریتونو د ربعه وارو او کلنیو توحیدي راپورونو تعقیب او کتنه ترسره کول. 31. په اداري او مالي برخه کې د اړوند پالیسیو، طرز العملونو او پروسیجرونو د تطبیق کلني راپورونو ترتیبول. 32. نورې هغه کړنې ترسره کول چې د روغتون اداري شورا، پوهنتون علمي شورا او بهرنیو ارزونکو لخوا په قانوني او اصولي ډول سپارل کیږي. Job Requirements د دندې شرایط: تحصيل کچه او کاري تجربه 1. د اداري او تجارت په برخه کې لیسانس یا د ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې ولري. 2. د مالي او حسابي چارو مدیریت په برخه کې دري کاله پرله پسې مستنده کاري تجربه ولري. 3. د روغتون د مالي سرچینو د مدیریت په برخه کې پوره پوهه او مهارت ولري. 4. که له هېواد بهر یې لوړې زده کړې ترسره کړي وي باید اسناد یې د لوړو زده کړو په وزارت له لوري ارزیابي شوي وي. کاري وړتياوې، ځانګړنې او مهارتونه 1. پښتو او دري ژبو تر څنګ په ا نګلېسي ژ به وپوهیږي . 2. د مايکروسافټ آفس (ورډ، اکسل، پاورپینټ) پروګرامونو کارونې په برخه کې تخصصي پوهه او عملي تجربه ولري . 3. په چارو کې شفافيت، د قوانينو، پالېسیانو، طرزالعملونو، تدريسي روغتون ارزښتونو او اداري اصولو ته ژمن وي . 4. په اړونده برخه کې د طرز العملونو، پروسیجرونو، پلانونو او راپورونو په جوړولو کې پوهه ولري . په اداري فساد، اخلاقي جرمونو او جنایت نه وي محکوم شوی. 5.
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Not specified
- Job type
- Not specified
- Salary or budget
- Not specified
- Experience level
- Not specified
- Language
- en