JobExpired · Jul 26, 2026Kabul
Project manager مدیر پروژه
ریاست عمومی شرکت های امارتی
- Publisher source
- Jobs.af
- Published
- Jul 11, 2026, 08:06 AM
- Last seen
- Jul 12, 2026, 06:04 PM
- Category
- Not specified
- Location
- Kabul
Description
Role summary
د امارتی شرکتونو لوی ریاست اړوند وجهي صندوق ریاست په پام کې لري چې د امارتی شرکتونو انکشافي پروژې په بېلابېلو سکتورونو لکه زېربنا، صنعتي تولید، انرژي، ترانسپورټ، کرنه او عامه خدماتو کې تمویل او د هغوی همغږي او ملاتړ وکړي د پروژې مدیر به د پروژو عملیاتي پلان جوړونې، تطبیق، همغږۍ، څارنې او د ضرورت سره سم راپور ورکولو د چارو مدیریت د اړوند شرکت اهدافو ته په کتو سره پر غاړه ولري، تر څو پروژې د منظور شویو پلانونو، بودیجې، مهال وېش، تدارکاتي اصولو، تخنیکي معیارونو، تمویلي شرایطو او قرارداد سره سم په مؤثره توګه تطبیق شي
Duties and responsibilities
دندې او مسؤلیتونه: اصلي دندې: الف : د پروژې پلان جوړونه او همغږي 1. د پروژې د عملیاتی پلان جوړونې او تطبيقی چارو مدیریت او رهبري کول. 2. د پروژې عملیاتی پلان سره سم د کاري فعالیتونو د تطبيقي مهال وېش ترتيبول. 3. ډاډ ترلاسه کول چې د پروژې فعاليتونه د قرارداد او اړوند شرکت سره د ترسره شویو توافقاتو سره سمون لري. ب: د پروژې تطبيق 1. د پروژې د ورځنيو فعاليتونو او تطبيقي چارو مديريت. 2. د منظور شوې بوديجې، مهال وېش او لاسته راوړنو پر بنسټ د پروژې پرمختګ څارل. 3. ډاډ ترلاسه کول چې پروژه د تخنيکي مشخصاتو او قراردادي شرايطو مطابق تطبيقېږي. 4. د پروژی د ښه تطبق په موخه د اړونده شرکت او وجهی صندوق هدایاتو سره سم امکانات برابرول. 5. د تطبیق ستونزې تشخيص او د حل مناسب لارو چارو وړانديز کول. 6. د پروژې د منابعو د مؤثر او امارتی اصولو سره سم استعمال ډاډمنول. ج: مالي او بوديجوي مديريت 1. د لګښتونو او بوديجې د تطبيق څارنه. 2. د مالي طرزالعملونو، تمويلي شرايطو او داخلي کنټرول داصولو تطبق څخه ډاډ تر لاسه کول. 3. د تادیاتو غوښتنليکونه، مالي راپورونه او اسنادونو ترتیب او ارزول. 4. د پروژې ماهیت ته په کتو، دشرکت اړونده برخو سره ضرورت ته په کتو سره پروژې اړوند چارو همغږي کول . د: څارنه، ارزونه او راپور ورکول 1. د پروژې د څارنې ميکانيزمونه او شاخصونه جوړول. 2. منظم پرمختيايي راپورونه او معلومات ترتيبول. 3. ضرورت سره سم ساحوي سفرونه او تخنيکي ليدنې ترسره کول. 4. د پروژې د اسنادو او معلوماتو منظم ساتل. ه: د خطر مديريت او د اصولو مراعت 1. د پروژې احتمالي خطرونه تشخيص، د مخنيوي تدابير جوړونه او په خپل وخت دهغه شریکول. 2. د عملياتي، مالي او تطبيقي خطرونو تشخیص، مخنیوی او مديريت. و: د ذيدخلو اړخونو همغږي 1. د وجهی صندوق ریاست،اړوند امارتي شرکت او نورو ذيدخلو اړخونو سره همغږي کول. 2. دغونډو، مشورتي ناستو او د پرمختګ ارزونې غونډې تنظيمول.
Job requirements
تحصیلی وړتیا او زده کړی: لږ تر لږه د پروژو مدیریت ،اقتصاد، اداره او مدیریت، یا د پروژې ماهیت ته په کتو سره په ورته څانګو کې د لیسانس سند ولری. د ماسټرۍ سند لرل امتیاز ګڼل کېږي . کاري تجربه: د لیسانس لپاره لږ تر لږه ۳ کاله او ماسټری لپاره ۲ کاله د پروژو مدیریت، همغږۍ یا پروژ تطبیق اړونده چارو کې تجربه. د دولتي شرکتونو، تمویلي بنسټونو او پراختیایي پروژو په تطبق کې تجربه لرونکو ته اولویت ورکول کېږي.
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Contractor
- Job type
- Full time
- Salary or budget
- As per company scale
- Experience level
- 0+ years
- Language
- en