JobExpired · Aug 4, 2026Nangarhar
د داخله ناروغیو متخصص(ای سي یو) مسؤل
Spinghar Momand Curative and Teaching Hospital • Full Time
- Publisher source
- ACBAR Jobs
- Published
- Not specified
- Last seen
- Jul 30, 2026, 12:07 AM
- Category
- Not specified
- Location
- Nangarhar
Description
Job Summary د بست د دندو لایحه: 1. د ICU د ټولو ناروغانو بشپړه ارزونه، تاریخچه او فزیکي معاینه ترسره کول . 2. د ناروغ دقیق تشخیص او د شواهدو پر بنسټ درملنیز پلان جوړول . 3. د میخانیکي وینټیلیشن، اکسیجن درملنې او تنفسي ملاتړ مدیریت کول . 4. د شاک، سیپسس، تنفسي ناکامۍ، څو عضوي ناکامۍ او نورو بحراني حالتونو درملنه کول . 5. د ECG ، ABG ، لابراتواري او تصویري معایناتو تحلیل او تفسیر کول . 6. د اړتیا پر مهال د مرکزي ورید کتتر، شریاني کتتر او نورو ICU پروسیجرونو ترسره کول . 7. د CPR ، ACLS او نورو عاجلو احیايي خدماتو رهبري کول. 8. د ناروغانو دوامداره کلینیکي څارنه او د درملنې ارزونه کول . 9. د اړتیا پر مهال د نورو متخصصینو سره مشوره او همغږي ترسره کول . 10. د ناروغ د خوندیتوب ټولو اصولو رعایت کول . 11. د انتاناتو د مخنیوي (IPC) پروتوکولونو عملي کول . 12. د درملو خوندي استعمال او د طبي تېروتنو مخنیوی کول . 13. د ICU ټولو ملي او نړیوالو کلینیکي لارښودونو تعقیبول . 14. د کیفیت د ښه والي په پروګرامونو کې فعاله ونډه اخستل. 15. د ناروغانو ټول طبي اسناد، پرمختګ، نسخې او راپورونه په بشپړ ډول ثبتول . 16. د ICU ورځني راپورونه او احصایوي معلومات برابرول . 17. د HMIS او M&E اړوند معلومات پر وخت سپارل . 18. د طبي برخې کارکوونکو او محصلانو ته د ظرفیت لوړونې برنامې وړاندې کول . 19. په علمي کنفرانسونو، Morning Report او CME پروګرامونو کې ګډون کول. 20. په کلینیکي او علمي برخو کې څېړ نې ترسره کول . 21. د نوکریوالۍ (On-call) مهالویش مطابق دندې ترسره کول . 22. د ICU تجهیزاتو او درملو د مناسب استعمال او کارونې څخه څارنه کول . 23. د بیړنیو پېښو پر مهال په روغتون کې فعال حضور درلودل . د روغتون د پالیسۍ، اصولو او اخلاقي معیارونو رعایت کول .24 Job Requirements د دندې شرایط: تحصيل کچه او کاري تجربه د عامې روغتیا وزارت یا لوړو زده کړو وزارت څخه د داخله ناروغیو په برخه کې د تخصص فراغت تائید شوی سند ولري. د سترګو د هر راز ناروغیو په درملنه کې حد اقل درې کلنه کاري تجربه ولري. په ایم ډی تحصیلي دوره کې د نمراتو اوسط (۷۵) څخه کم نه وی. د محصلینو ته د نظري او عملي تدریس تجربه ولري. دافغانستان د تابیعت درلودونکی وي. کاري وړتیا،ژمنتیا او صداقت درلودونکی وي. د کار وخت: د ماسپښن د (۲) بجو څخه د ماښام تر (۷) بجو پورې
Additional details
- Procurement method
- Not specified
- Contract type
- Not specified
- Job type
- Not specified
- Salary or budget
- Not specified
- Experience level
- Not specified
- Language
- en